د پاکستان ایم کیو ایم ګوند مشر د پېسو سپینولو دوسیه تړل شوې

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, عادل شاه زیب
- دنده, بي بي سي
بریتانوي پولیسو تایید کړې، چې د پېسو سپینولو دوسیه کې یې د پاکستان ایم کیو ایم ګوند مشر الطاف حسین په اړه څېړنه پای ته رسولې ده.
د پولیسو ویاند بي بي سي ته ویلي، د ټولو سندونو له ارزونې وروسته دوی دې پایلې ته رسېدلي، چې داسې کافي ثبوتونه نه شته، چې ګواکې د ۲۰۱۲ او څوارلسمو کلونو تر منځ د ایم کیو ایم لخوا تر لاسه شوي پنځه سوه زره پاونډه، چې د یاد ګوند د مشر له کوره او د ګوند له دفتره تر لاسه شوي وو، په ناقانونه توګه ترلاسه شوي او یا د غیر قانوني چارو لپاره کاروول کېدل.
پولیس وايي د پېسو سپینولو دغې قضیې کې شپږ کسان نیول شوي وو او له اته ویشتو نورو کسانو پوښتنې ګروېږنې شوې وې.
پر دې سربېره دغه قضیه کې د لندن سویل او شمال کې نهو میشت ځایونو کې تالاشئ شوې وه.

د عکس سرچینه، Getty Images
پولیس وايي دوی د دغې قضیې دوسیه د کراون پراسیکیوشن ادارې څېړونکو ته سپارلې وه، چې د ثبوتونو په رڼا کې یې ارزونه وشي، چې پر بنسټ یې محاکمه کېدای شي که نه.
د یادې ادارې څېړونکو پولیسو ته ویلي، چې د شته ثبوتونو په رڼا کې دغه محاکمه نه شي ترسره کېدی، ځکه دغه دوسیه تړل کېږي او راتلونکي کې به دې لړ کې هېڅ فعالیت نه کېږي.
د ایم کیو ایم ګوند یو مشر غړی محمد انور هم هغو کسانو کې شامل وو، چې بریتانوي پولیسو ورنه دغه قضیه کې پوښتنې ګروېږنې کړې.

د عکس سرچینه، Getty Images
نوموړی وايي '' د ایم کیو ایم مشر له لومړۍ ورځې پر بریتانوي پولیسو باوري و او نن د دغې پرېکړې له کبله ثابته شوه، چې د ګوند مشر له کور او د ګوند له مرکزي دفتره تر لاسه شوې پېسې له غیرقانوني لارو نه وې تر لاسه شوې. ''
نوموړی وايي، ''یو شمېر کسان وايي، چې ښايي د دغې قضیې لړ کې بریتانوي پولیس له سیاسي فشار سره مخامخ وو، خو په وینا یې هغه کسان باید پوه شي، چې بریتانوي پولیس او د دغه هېواد ادارې د شفافو څېړنو پر وړاندې هېڅ ډول خنډونه نه زغمي او نه هم د تورونو څېړنو کې کوم فشار ته غاړه ږدي. ''
د پېسو سپینولو قضیه
په ۲۰۱۳ کال کې د لندن پولیس د هغه څه په اړه څېړنې کولې چې ګومان کېده د پاکستان د متحده قومي غورځنګ ایم کیو ایم، چې د پاکستان له لویو سیاسي ګوندونو یو دی، په پېسو سپینولو کې لاس لري او له مالیې ورکولو سرغړوي.
د لندن پولیسو په ۲۰۱۴ کال کې الطاف حیسین د پېسو سپینولو په قضیه کې ونیوو خو څه موده وروسته په ضمانت خوشې شو.
د ایم کیو ایم ګوند مشر الطاف حسین له ۲۰ کلونو راهیسې برتانیا کې ژوند کوي او د دغه هېواد تابعیت یې هم تر لاسه کړی دی.








