پاکستاني قاضي پيغمبر ته په سپکاوي د تورنې اسيې د اپيل له اورېدو انکار کړی

- Author, خدای نور ناصر
- دنده, بي بي سي، اسلام اباد
د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د دغه هېواد د ستري محکمې یوه قاضي د هغې عیسوۍ مېرمنې د بيا غور غوښتنې پر دوسيې له اورېدلو انکار کړی، چې د اسلام پيغمبر ته د سپکاوي په تور د مرګ په سزا محکومه ده.
د سترې محکمې دغه قاضي چې اقبال حمید الرحمان نومېږي، پنجشنبې (۱۳ اکټوبر) يې د اسیه بي بي د دوسیې له اورېدلو انکار وکړ.
کله چې د اسیه بي بي د مرګ د سزا ضد د دوسیې اورېدنه پيل شوه، نو د قاضيانو د ډلګۍ مشر میا ثاقب نثار د قاضي اقبال حمید الرحمان خوا ته په اشاره او د هغه په خوښه وویل، دا چې دی د اسلام اباد د لوړې محکمې د مشر قاضي په توګه د پنجاب د پخواني وژل شوي والي سلمان تاثیر دوسیه اورېدلې، او همدا دوسیه له هغې سره څه ناڅه تړلې ده، نو دی دغه دوسيه نه شي اورېدلی.
د محکمې په خبره د دغې دوسیې د بیا اورېدنې دا غوښتنه به بېرته قاضي القضات ته ولېږي، چې هغه به يې بیا د اورېدنې په تړاو امر وکړي.
اسیه بي بي لومړنۍ عيسوۍ مېرمن ده چې د اسلام پيغمر حضرت محمد (ص) ته د سپکاوي په تور سزا شوې.
د دغې مېرمنې پر ضد په ۲۰۰۹ کال کې د اسلام پيغمبر ته د سپکاوي په تور رپوټ ثبت شوی و او پرې تور پورې کېده، چې د پنجاب په شېخوپوره ولسوالۍ کې يې په کرونده کې د کار کولو مهال له مسلمانو ښځو سره په بحث کې د حضرت محمد په ضد خبرې کړې وې.
تر دې یو کال وروسته په ۲۰۱۰ عیسوي کال کې اسیه بي بي ته د پنجاب ایالت لوړې محکمې د مرګ سزا واورله.
په اسلام اباد کې د سترې محکمې د قاضي لخوا د دغې دوسیې له اورېدلو تر انکار وروسته د اسیه بي بي مېړه عاشق له بي بي سي سره په خبرو کې وویل، دی "هیله من و، چې په دغه اورېدنه کې به د هغه د مېرمنې د مرګ سزا ختمه کړل شي او دوی ته به انصاف ورکړل شي."

د عکس سرچینه، Getty Images
د دغې اورېدنې په وخت اسلام اباد کې د سترې محکمې مخې ته د بلوا د مخنیوي لپاره ګڼ پولیس سرتېري ځای پر ځای شوي وو، ځکه چې د اسيه بي بي په حق کې د سترې محکمې له ممکنه پرېکړې سره سم مذهبي محافظه کاران په بلوا لاس پورې کولی شي.
د سترې محکمې په دغه خونه کې چې په کې د همدغې دوسیې اورېدنه کېده، د اسلام اباد د سره جومات یو شمېر کسان موجود وو، یاد جومات په اسلام اباد کې د توند لارو ځاله بلل کېږي، چې پر ضد يې د پاکستان پوځ د پخواني امر جنرال مشرف په واکمنۍ کې عمليات کړي وو او تر هغه را وروسته دغه جومات ډېری وخت د مذهبي محافظه کارو او سخت دریزو مېشت ځای یادېږي.
اسیه بي بي په خپل اپيل کې ويلي، د پنجاب لوړې محکمې د هغې د دوسيې څېړلو مهال یوه اړخیزه پرېکړه وکړه او له کوم ډاډه ثبوت پرته يې هغه د مرګ په سزا محکومه کړه.
نوموړې په دغه بیان کې زیاتوي، چې د هغه کلي ملا پر دې د اسلام قبلولو لپاره فشار واچاوه او کله چې دې ترې انکار وکړ نو پر ضد دعوا ثبت شوه.
یادې عیسوۍ مېرمنې ته د پاکستان د محکمې لخوا د مرګ تر سزا اورولو وروسته د بشري حقونو نړیوالو سازمانو بیا بیا د پاکستان له واکمنو غوښنتي، چې د هغې سزا دې ختم کړل شي، ځکه د دوی په اند چې ډېری مهال له دغه قانونه د لږکیو د ځپلو لپاره ناوړه ګټه اخیستل کېږي.








