برازيل کې د پارالمپيک سيالۍ پيل شوې

د عکس سرچینه، All Sport
د برازيل په ريو ښار کې چهارشنبه (۷ اګست) د ۲۰۱۶ کال پارلمپيک سيالۍ له يوې په زړه پورې نندارې وروسته پيل شوې.
د دغو سياليو د ليدلو لپاره لوبغالي ته زرګونه خلک ورغلي وو او دې سره د نړۍ ګوټ ګوټ کې په ميليونونو کسانو ژوندۍ بڼه پر تلويزيونو ليدلې.
د پارلمپيک سيالۍ له پيلېدو وړاندې د ټکټونو د لږ پلور، کمې مرستې او د روسيې پر لوبغاړو د بنديز له امله دغه سيالۍ له ستونزو سره مخ وې.
د پارالمپیک لوبو پرانيسته غونډه چې په ميراکانا لوبغالي کې ترسره شوه شاوخوا څلورنيم زره لوبغاړي د زرګونو مينه والو پر وړاندې مارش ترسره کړ.
افغان لوبغاړي هم په دغو سیاليو کې د برخې اخيستو په موخه برازيل ته تللي. په دغو کې يو معلول لوبغاړی محمد نعيم درانی او پنځه تنه نور يې همکار ملګري دي.
د افغانستان د پارالمپیک ټولنې مشر مجتبی خالقيار وايي افغان لوبغاړي د نېزه بازۍ سيالۍ کې د ګډون لپاره ښه چمتووالی کړی او هيله يې ښودلې چې لاسته راوړنه به ولري.
د افغانستان د پارالمپیک فدارسيون ۱۲ ورزشي څانګې لري خو چارواکي وايي، د اسانتياو د نشتوالي له امله په ۱۰ څانګو کې د په فعاليت پيلولو نه دي توانېدلي.
د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو ۱۶۰ لوبډلې چې ۴۳۰۰ تنه لوبغاړي په کې دي په ميراکانا لوبغاړی کې د خپل هېواد له بيراغ سره په دغه پرانيسته کې برخه واخيسته.
د پارالمپيک سيالیو پر لومړۍ ورځ بريتانيا د پنځو سرو زرو مډالونو په ګډون ټول ۱۱ مډالونه وګټل.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس سرچینه، PA
د بايسکل ځغلونې په برخه کې ډېم سارا سټورې د سرو زرو ۱۲ مډال خپل کړ، نوموړې د بريتانيا هغه لوبغاړې ده چې د سرو زرو ډېر مډالونه يې ګټلي دي.
د بريتانيا لوبغاړي پيرسن په تېرو څلور پارلمپيک سيالیو کې ۱۲ مډالونه ترلاسه کړي چې په هغو کې دوه د سرو زرو دي.
د بايسکل ځغلولو په برخه کې سټو بېټ له اډم ډوګلبي او مېګن ګېګليا د سرو زور مډالونه وګټل.
په دغو سياليو کې تر دې دمه چين د سرو زر اوو مډالونو په ګټلو سره لومړی، بريتانيا دويم او ازبکستان په درېيم نمبر دی.
د پرانيستې مراسمو لپاره ۵۰ زره ټکټونه د پلورلو لپاره چمتو شوي وو چې لا تراوسه يې ۱۰۰۰ پاتې دي.

د عکس سرچینه، AFP
د دغو سياليو پرانيسته درې ساعته دوام درلود چې په هغو کې سندرغاړو، ميوزيک غږونکو، نڅاګرو او ځينې نورو فن کارو خپل هنر نندارې ته وړاندې کړ.
د پارالمپيک سياليو پر وړاندې تر ټولو لوی خنډ د پيسو کموالی دی- د برازيل اقتصاد له ستونزو سره لاس اوګريوان دی او د دغو سياليو د ټکټونو پلور له توقع ډېر کم و چې له امله يې جوړونکي د پيسو له کموالي سره مخ وو.








