پرتګال 'له ګټلو پرته ' د یورو ۲۰۱۶ نیمه پایلوبې ته ورسېد

د عکس سرچینه، AFP

د اروپا د ۲۰۱۶ کال د فوټبال اتلولیو د منځلوبې لومړۍ لوبه تېره شپه د پولنډ او پرتګال ترمنځ وه. لومړی پړاو مساوي شو خو دویم پړاو او اضافي وخت کې هم لوبه مساوي پاتې شوه او پېنلټي توپونو کې پرتګال پولنډ ته پنځه پر درې ماتې ورکړه.

پرتګال به په نیمه پایلوبه کې له بلجیم او یا له ویلز سره لوبه کوي.

د اروپا اتلولیو منځلوبه کې به نن ویلز له بلجیم سره خپل بخت ازمايي.

دا پنځم ځل دی چې د اروپايي ولسونو اتلولیو ورستیو اوو پړاوونو کې دغه لوبډله نیمه پایلوبې ته رسېږي.

د پرتګال لپاره رناټو سانچز ګل وواهه.

روی پاتریشیو د پرتګال ګل ساتونکی

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، روی پاتریشیو د پرتګال ګل ساتونکی

سانچز، چې لا ۱۹ کلونه عمر یې نه دی پوره کړی، تر ټولو تنکی لوبغاړی دی چې د اروپايي ولسونو اتلولیو ته یې لاره ومونده.

د شنبې په ورځ جرمني له ایټالیا سره مخامخېږي، او د یکشنبې په ورځ به د فرانسې کوربه لوبډله له ایسلنډۍ لوبډلې سره سیالي کوي.

د پرتګال او پولنډ لوبه له غورېږ او حماسې ډکه وه.

د عکس سرچینه، Getty

د عکس سرچینه، Getty

د عکس سرچینه، AFP