پر فوټبال لوبغاړي نیمار د ټګي برګي رسمي تورونه لګیدلي

د نیمار تر څنګ یې پلار هم محکمې ته ورغلی و، چې د نوموړي د کاروباري استازي په توګه محکمې ته وړاندې شو

د عکس سرچینه، none

د عکس تشریح، د نیمار تر څنګ یې پلار هم محکمې ته ورغلی و، چې د نوموړي د کاروباري استازي په توګه محکمې ته وړاندې شو

برازیل کې منصفه پلاوي د ملي فوټبال لوبډلې غړي نیمار او د هغه پلار خلاف د مالیې نه ورکړې او ټګي برګي کولو رسمي تورونه لګولي.

دغه پرېکړه هسپانوي فوټبال لوبډلې بارسلونا ته د خپل لېږد لړ کې د نیمار ټګي برګي قضیې لړ کې د اسپانیا یوې محکمې ته د نوموړي له ورتلو یو څو ساعته وروسته وشوه.

برازیلي چارواکو د نیمار ۴۰ میلیونو ارزښت شتمني کنګل کړې، خو نوموړی او کورنۍ یې وايي، دوی هېڅ ډول ټګي برګي نه ده کړې.

برازیلي چارواکو پر نوموړي تور پورې کړ، چې د مالیې نه ورکولو لپاره يې یو شمېر جعلي شرکتونه کارولي دي. د دوی به وینا دغه تورونه د ۲۰۰۶ او ۲۰۱۳ کلونو تر منځ دي او وايي دا سپانیا کې د هغه خلاف له لګېدلو تورونو بېل دي.

اسپانیا کې منصفه پلاوی وايي، نیمار، کورنۍ یې او بارسلوناکلب د پېسو هغه کره کچه نه ده په ډاګه کړې، چې له برازیلي کلب سېنتوس نه اسپانوي کلب ته د نوموړي لېږد بدل کې ورکړلې شوې دي.

بارسلونا وايي، ۲۰۱۳ کال کې یې نیمار ته څه باندې ۵۲ میلیونه یورو ورکړې، چې له دې جملې وايي ۴۰ میلیونه د نوموړي مور پلار او پاتې نورې د برازیل سېنتوس کلب ته ورکړل شوې دي.

نیمار ۲۰۱۳ کال کې له بارسلونا سره د لوبې کولو لپاره د څه باندې ۵۲ میلیونه یورو بدل کې قرارداد وکړ

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، نیمار ۲۰۱۳ کال کې له بارسلونا سره د لوبې کولو لپاره د څه باندې ۵۲ میلیونه یورو بدل کې قرارداد وکړ

خو څېړونکي وايي بارسلونا نیمار ته ۲۰۱۳ کال کې ۸۳ میلیونه یورو ورکړې او وايي بارسلونا د دغه قرارداد ځینې برخې پټې ساتلې. نیمار د سې شنبې په ورځ ۹۰ دقیقې د اسپانیا قاضي پر وړاندې و. د نوموړي تر څنګ یې پلار هم محکمې ته ورغلی و، چې د نوموړي د کاروباري استازي په توګه محکمې ته وړاندې شو.

برازیل کې ډي ای ایس نومي یوه کاروباري شرکت دغه قصیه راپورته کړې.

دغه شرکت د برازیلي لوبغاړو د لېږد ۴۰ سلنه حقونه لري او په وینا د دغې ټګۍ برګۍ له کبله ورته سلګونه زره یورو زیان اوښتی.

رپوټونه وايي، نیمار ۲۰۱۳ کال کې له بارسلونا سره د لوبې کولو لپاره د څه باندې ۵۲ میلیونه یورو بدل کې قرارداد وکړ او د خپلې غوره لوبې بدل کې یې د لوبو دغه موسم کې چیمپین لیګ او لالیګا سیالیو کې د یادې لوبډلې بریاوو او ۵ جامونو ګټلو کې هم مهمه برخه درلوده.