انګلستان لوبډلې پاکستان ته په ۹۵ منډو ماتې ورکړه

په عرب متحد اماراتو کې د انګلستان کرېکټ لوبډلې په دويمه لوبه کې پاکستان ته په ۹۵ منډو ماتې ورکړه او د څلورو يو ورځنيو کرېکټ لوبو لړۍ يې يو- يو مساوي کړه.
انګلستان سيالې لوبډلې ته د ۲۸۴ منډو هدف ورکړی و، خو پاکستان وکړای شول د ټولو لوبغاړو د سوځېدو پر سر ايله ۱۸۸ منډې وکړي.
د پاکستان لپاره تر ټولو ډېرې منډې ويکټ ساتونکي سرفراز احمد وکړې. ده ۶۴ منډې وکړې.
د پاکستان لوبډله له هماغه پيله له ستونزو سره مخامخ شوه او يو پر بل پسې يې لوبغاړي سوځېدل.
تر دې وړاندې انګلستان د لوبې پچه وګټله، پخپله يې د بېټنګ کولو پرېکړه وکړه او په ټاکلو ۵۰ اوورونو کېيې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو ۲۸۳ منډې وکړې.
د پاکستان له لوري وهاب رياض ښه توپ اچوونه وکړه او درې لوبغاړي يې وسوځول.
د انګلستان له لوري ايلکس هيلز سليزه ووهله او ۱۰۹ منډې يې وکړې او په لومړۍ وېکټه يې د ۱۰۲ منډو شراکت جوړ کړ.
پاکستان په دويمه لوبه کې دوه بدلونونه راوستي وو. د يونس خان پر ځای چې له يو ورځني کرېکټ يې استعفا وکړه محمد رضوان او د بلال اصف پر ځای افتخار احمد ته ځای ورکړای شوی وو.
خو انګلستان په خپله لوبډله کې هېڅ بدلون نه و راوستی.
پاکستان د دغې لړۍ لومړۍ لوبه په شپږو وېکټو ګټلې وه.








