افغانستان د اسيا غوره ليګ سياليو کې نيپال ته ماته ورکړه

د عکس سرچینه، ACB
د افغانستان کرېکټ د ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې د اسيا غوره ليګ سياليو کې په خپله دوهمه لوبه کې نيپال ته ماته ورکړه.
دا په دې سياليو کې د افغانستان دوهمه لوبه او دوهمه بريا وه، وړاندې افغانستان له کويت څخه د اتو وېکټو په توپير لوبه کټلې وه.
د دې لوبې لپاره پچه نيپال ګټلې او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه کړې وه خو سربېره په دې و نه توانېدل چې ښه لوبه وکړي.
د نيپال لوبډلې په ۴۸ اورونو کې د لسو لوبغاړو په سوځېدو ۱۲۳ منډې جوړې او افغانستان ته يې د ۱۲۴ منډو هدف وټاکه.
افغان لوبډلې په ډېره اسانۍ سره وکولای شول دغه هدف پوره او په ۲۵ اورونو کې پرته د کوم لوبغاړي له سوځېدو لوبه وګټي.
د افغانستان له لوري ضياالرحمن او پروېز ملکزي درې درې وېکټې، نوين الحق دوه او کريم جنت يوه وېکټه واخيسته.
د افغان لوبډلې څخه حضرت الله ځاځي ۶۸ منډې او ناصر خان ۵۸ مندې جوړې کړي.
دغه سيالۍ د مالېزیا په پلازمېنه کولالمپور کې د سپټمبر تر ۳ پورې دوام لري.
په دغو سيالو کې د اسيا شپږ لوبډلې ګډون کوي چې د افغانستان او کوربه هېواد مالیزیا تر څنګ په کې د کویټ، نیپال، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو لوبډلې شاملې دي.








