نور علي ځدراڼ کرېکټ ته بريالی ستون شو

د عکس سرچینه، bbc
نور علي ځدراڼ د کرېکټ په تاريخ کې يو له هغو څلورو لوبغاړو دى چې په خپله لومړنۍ څو ورځنۍ يا فسټ کلاس لوبه کې يې دوه سلېزې وکړې.
دغه وياړ يې د زمبابوې له الف لوبډلې سره څو کاله پخوا گټلى و.
خو اوس د افغانستان د الف لوبډلې په استازيتوب په سرېلنکا کې په لوبه بوخت دى.
نور علي ځدراڼ دا تېر څو کلونه د ټپي کېدا او ناروغيو له امله له ملي لوبډلې ليرې و.
د سرېلنکا د کرېکټ بورډ له پرمختيايي لوبډلې سره په لوبه کې نور علي خوندوره لوبه وکړه او ٩٤ نوي منډې يې په برخه شوې.
د ده سليزه د رن اوټ له امله ونه شوه.
تر لوبې وروسته يې له کولمبو د بي بي سي پښتو تلويزيون ته وويل:
" د خداى فضل دى اوس روغ يم او خوښ يم چې د کرېکټ بورډ په سرېلنکا کې د دې لوبو موقع برابره کړې ده، که خداى کول اوس لوبو ته پوره چمتو يم."
نور علي ځدراڼ په ٢٠١٠ کال کې د شل اورېزو نړيوالو اتلوليو په ترڅ کې له هند سره پنځوسيزه کړې وه.
د ده لوبه د کرېکټ کارپوهانو په وينا له تخنيکي پلوه پياوړې ده.
د نور علي ځدراڼ شارټونه ښايسته بلل شوي دي خو په تېرو څو کلونو کې په پرله پسې ډول د ناروغيو له امله له ملي لوبډلې ليرې پاتې شوى دى.
د نور علي ځدراڼ روغتيا او ښه لوبه د افغانستان ملي لوبډلې ته په دې مهمه ده چې د اکتوبر په مياشت کې زمبابوې ته سفر لري.
افغانستان به په زمبابوې کې له کوربه هېواد او ايرلنډ سره د يو ورځنيو سياليو لړۍ کوي.
د نور علي ځدراڼ تجربه او لوبه ښايي د افغانستان د ملي لوبډلې په ځلېدا کې ونډه ولرلى شي.








