ټېنس وېمبلډن سیالۍ: د انګلستان انډي مری منځلوبو ته ووت

انډي مری په وېمبلډن سیالیو کې له تېرو اتو کلونو راهیسې هر کال منځلوبو ته لار موندلې.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، انډي مری په وېمبلډن سیالیو کې له تېرو اتو کلونو راهیسې هر کال منځلوبو ته لار موندلې.

د انګلستان انډي مري د کروشیا ایو کارلویک ته له ماتې ورکولو وروسته د ټېنس وېمبلډن سیالیو منځلوبو ته لار وموندله.

انډي مري په وېمبلډن سیالیو کې له تېرو اتو کلونو راهیسې هر کال منځلوبو ته لار موندلې.

د ۲۰۱۳ کال اتل، مري له کارلویک سره خپله لوبه ۷-۶، ۶-۴، ۵-۷ او ۶-۴ وګټله.

نوموړي د لوبې په لومړیو دوو پړاوونو کې له بریا وروسته، دریم پړاو کې پاتې راغی خو په څلورم کې بیا بریالی شو.

په دریم پړاو کې له ماتې سربېره مري ښه لوبه وکړه او خپله انرژي یې ژوندۍ وساتله.

دی به په منځلوبه کې له کاناډايي لوبغاړي وسیک پوسپیسیل سره مخامخېږي.

انډي مري له لوبې وروسته وویل: "سیالي ډېره سخته او له ذهني پلوه ستړې کونکې وه".

دا د مري پر وړاندې د کارلویک پرله پسې شپږمه ماته وه.

د روسیې ماریا شاراپوا د قزاقستان ۲۱ کلنې زرینه دیاس ته ماته ورکړه او منځلوبو ته ووته.

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، د روسیې ماریا شاراپوا د قزاقستان ۲۱ کلنې زرینه دیاس ته ماته ورکړه او منځلوبو ته ووته.

بله خوا د ټېنس وېمبلډن ښځینه لوبغاړو سیالیو کې د روسیې ماریا شاراپوا د قزاقستان ۲۱ کلنې زرینه دیاس ته ماته ورکړه او منځلوبو ته ووته.

شاراپوا دغه لوبه د ۶-۴ او ۶-۴ په توپیر په ۹۷ دقیقو کې وګټله.

شاراپوا به په منځلوبه کې د امریکا ۲۳ کلنې لوبغاړې کوکو وندېویګ سره لوبېږي.

دیاس ښه لوبه نندارې ته وړاندې کړه خو شاراپوا ثابته کړه چې په پرتلیز ډول غوره او تجربه لرونکې سیاله ده.