د برازیلي لوبغاړي نیمار د محاکمې اجازه ور کړی شوه

د عکس سرچینه، AFP
د هسپانیا یوې محکمې د برازیلي فوټبال لوبغاړي او بارسلونا کلب غړي نیمار د محاکمې اجازه ورکړې.
څو اونۍ مخکې د نوموړي د کلب خلاف د محاکمې اجازه هم ورکړله شوې وه.
رپوټونه وايي، نیمار بارسلونا سره ۲۰۱۳ کال کې د اووه پنځوس میلیونه یو لک یورو بدل کې قرارداد کړی، چې نوموړي خپلې زړه پورې لوبې سره د دغه موسم چیمپین لیګ او لالیګا سیالیو کې بریا ورپه برخه کړه.
برازیل کې د پانګه والۍ یو شرکت، چې د نیمار د لېږد څلویښت سلنه حقونه لري وايي، د ټګۍ برګۍ په وسیله لکونو یورو زیان ورته اوښتی.
یاد شرکت د بارسلونا مشر جوزیپ مریا، له ده نه د مخکیني مشر سیندرو روسیل او د نیمار د پلار په ګډون د نوموړي د پخواني کلب سینتوس نومونه هم یادووي.
څېړونکي وايي، بارسلونا نیمار ته ۸۳ میلیونه یورو ورکړې خو وايي، اعلان یوازې د ۵۷ میلیونو ډالرو شوی دی.




