د چمپينزليگ د دويم پړاو مهال وېش اعلان شو

د عکس سرچینه، AP
په سويس کې اعلان شوي مهال وېش د اسپانيا بارسلونا د انگلستان له اتل مانچستر سټي سره مخامخ کړ.
د تېر کال د چمپېنز ليگ اتل کلب ريال مادريد د جرمني له شلکا سره بخت ازمويي.
د انگلستان چلسي د فرانسې له پرايسان ژيمان سره او د لندن ارسنل له مانوکو سره په دويم پړاو کې لوبه کوي.
د تېر کال د پايلوبې بايلونکې اتلتيکو مادريد د حرمني له باير لوکوزن سره او باين ميونيخ له شختار دونيسک سره مخامخ شوى دى.
د سويس بازيل د پرتگال له پورتو سره او د جرمني دورتموند د ايتاليا له يوونتيس سره بخت ازمويي.
په دويم پړاو کې د جرمني څلور، د اسپانيا او انگلستان درې درې، د فرانسې دوه د ايتاليا،پرتگال، سويس او يوکرايين يو يو کلب برخه لري.
د اروپا د فوټبال د اتلو کلبونو اتلولي يا چمپېينزليگ د لوبې د معيار او د پيسو له پلوه د نړۍ تر ټولو شتمنې سيالۍ بلل کېږي.
د اسپانيا ريال مادريد دا سيالۍ ١٠ ځله گټلي دي چې تر بل هر کلب زياتې دي.
په تېره لسيزه کې د اسپانيا، انگلستان او جرمني کلبونو دا اتلولۍ گټلي او داسې ښکاري چې لا هم د همدې درو هېوادونو کلبونه غښلي دي.








