رونالډو که مېسي: د ډېرو ګولونو رېکارډ به څوک مات کړي؟

د عکس سرچینه، AFP
د فوټبال د نړۍ دوه تکړه لوبغاړي کرسټیانو رونالډو او لیونل مېسي دواړه د فوټبال چیمپینز لیګ سیالیو کې د راوول د ډېرو ګولونو رېکارډ ماتولو ته ورنژدې شوي.
راوول د ریال مادرید اتل لوبغاړی و او په چیمپینزلیګ لوبو کې یې تر ټولو ډیر ۷۱ ګولونه کړي.
د راوول ګونزالېز بلانکو ۷۱ ګولونه رېکارډ دی.
کرسټیانو رونالډو ۷۰ ګولونه کړي او په دویم نمبر دی.
لیونل مېسي هم ترې لرې نه دی او تر رونالډو یوازې یو ګول شاته دی او ۶۹ ګولونه یې کړي دي.
راوول په ۲۰۱۱ کال کې اېف سي شالکه لپاره لوبېد او هماغه کال یې د اېنټر مېلان پر وړاندې د چیمپینز لیګ په سیالیو کې خپل ۷۱م ګول وکړ.
هغه وخت د نوموړي عمر ۳۳ کاله و.

د عکس سرچینه، Getty
کرسټیانو رونالډو څو ورځې وړاندې د چیمپینزلیګ په سیالیو کې خپل ۷۰م ګول وکړ.
رونالډو ۲۹ کلن او لا هم ډېر ځوان دی.
نوموړي په سږني چیمپینزلیګ کې تر اوسه په هره لوبه کې ګول کړی.

د عکس سرچینه، Getty
لیونل مېسي تر رونالډ یوازې یو ګول وروسته دی.
نوموړي له ۲۰۰۴ کال راهیسې د بارسلونا لپاره ۲۵۰ ګولونه کړي او په ۱۰۱ نورو ګولونو کې یې مرسته کړې.
لیونل مېسي په سږني چیمپینزلیګ کې تر اوسه په دریو سیالیو کې دوه ګولونه کړي.
چیمپینز لیګ کې د کرسټیانو رونالډو لوبه:
لوبې : ۱۰۶
ګولونه : ۷۰
په ګولونو کې مرسته : ۲۱ ځل
پېنالټي ګولونه : ۷
چیمپینز لیګ کې د لیونل مېسي لوبه:
لوبې : ۸۹
ګولونه : ۶۹
په ګولونو کې مرسته : ۱۹ ځل
پېنالټي ګولونه : ۸








