چیمپینزلیګ: نن څوک له چا سره لوبېږي؟

د اروپا د فوټبال چیمپینزلیګ په لوبو کې نن اته لوبې ترسره کېدونکې دي.
د انګلستان غوره لیګ دوه لوبډلې لېورپول او ارسنل هم نن ماښام لوبه کوي.
لېورپول د اروپا اتلې لوبډلې ریال مادرید سره مخامخ ده.
ریال مادرید تر دې وړاندې لومړۍ لوبه چې د لېورپول په کور کې ترسره شوې وه ګټلې وه.
نننۍ لوبه د ریال مادرید په کورني برن باو لوبغالي کې ترسره کېږي.
د انګلستان غوره لیګ بله لوبډله ارسنل هم نن ماښام لوبه کوي.
ارسنل له انډرلېخت سره مخامخ ده.
لومړۍ لوبه یې ترې ۲-۱ ګټلې وه.
په نورو لوبو کې موناکو له بېنېفیکا او بروسیا ډروټمنډ له ګلتسارې سره مخامخ ده.
دا د اروپا د فوټبال اتلولیو د ګروپ مرحلې لوبې دي.
۱۶ غوره لوبډلې به د ناک اوټ مرحلې ته لار پیدا کوي.








