فوټبال: د انګلستان غوره لیګ د دې اونۍ لوبې

د انګلستان د فوټبال غوره لیګ سیالیو کې د شنبې (سپتمبر ۲۷) په ورځ ۱۶ لوبډلې سره مخامخ وې.
د غوره لیګ سیالیو دا اونۍ د مانچسټر یونایټډ په ګډون د ځینو نورو لوبډلو لپاره خورا مهمه وه.
چېلسي، او مانچسټر سټي خپلې لوبې وګټلې او مانچسټر یونایټډ که څه هم په لوبه کې بریالۍ شوه خو سیالي یې یو څه لانجمنه وه.
لومړۍ لوبه د لېورپول او اېورټن تر منځ وه.
دا دواړه سیالې لوبډلې ګڼل کېږي او تل یې تر منځ لوبه یوه سخته سیالي وي.
د دغو دواړو لوبډلو تر منځ لوبه ۱-۱ مساوي ختمه شوه.
چېلسي خپله لوبه له آسټن وېلا نه درې صفر وګټله.
د چېلسي له خوا لومړی ګول اوسکار وکړ.
دویم ګول یې بریدګر لوبغاړي ډيېګو کوسټا او درېیم ګول ویلین وکړ.
په دې لوبه کې چېلسي په آسانۍ آسټن وېلا ته ماته ورکړه.
په نورو لوبو کې کرېسټل پالېس لېسټر ته ۲-۰ ماته ورکړه.
مانچسټر سټي له هل نه خپله لوبه ۴-۲ وګټله.
د مانچسټر سټي له لوري اګوېرو او لمپارډ یو یو او ایډن ژېکو دوه ګولونه وکړل.
مانچسټر یونایټډ وېسټ هم ته دوه یو ماته ورکړه او کپتان روني د لوبې په منځ کې سور کارت واخېست او له سیالي وايستل شو.
ساوتهپټن کیو پي آر نه دوه یو وګټله او د سونزي او سنډرلینډ تر منځ لوبه یو یو مساوي شوه.








