د انګلستان مخکښ لیګ د دې اونۍ لوبې

د عکس سرچینه، AFP
د انګلستان غوره لیګ د دې اونۍ لومړۍ لوبه د آرسنل او دفاعي اتل مانچسټر سټي تر منځ وشوه.
دغه لوبه چې د آرسنل په کور دننه امارات لوبغالي کې ترسره شوه د دواړو لوبډلو تر منځ دوه دوه مساوي پای ته ورسېده.
د لوبې لومړی ګول د لومړۍ نیمايي په ۲۷مه دقیقه کې د سټي بریدګر لوبغاړي سرګیو اګوېرو وکړ او خپله لوبډله یې ۱-۰ مخته کړه.
د لوبې په دویمه نیمايي کې د ارسنل ویلشر ګول وکړ او لوبه یې مساوي کړه.
یوازې څو دقیقې وروسته د ارسنل بریدګړ لوبغاړي الېکسز سانشز ګول وکړ او ارسنل یې ۲-۱ مخته کړ.
سټي سره بخت یاري وکړه او د لوبې په وروستیو دقیقو کې ډیمیشېل ګول وواهه او د سټي لوبډله یې له ماتې وژغورله.
ارسنل او مانچسټر سټي د پرېمیرلیګ دوه پیاوړې لوبډلې ګڼل کيږي او د دوی تر منځ په لوبه کې تر ډېره ارسنل برلاسی و.
په دویمه لوبه کې چېلسي اسټن وېلا ته ۴-۲ ماته ورکړه.
د چیلسي نوي بریدګر لوبغاړي ډیېګو کوسټا پرله پسې درې ګولونه وکړل او د خپلې لوبډلې په بریا کې یې مهم رول ولوباوه.

د عکس سرچینه، AFP
ډیېګو کوسټا تر دې دمه چېلسي لپاره په هره لوبه کې ګول کړی.
د شنبې ورځې د دې بریا له امله اوس چېلسي د نمرو جدول په سر کې ده.
په نورو سیالیو کې د کرېسټل پالېس او برنلي تر منځ لوبه مساوي ختمه شوه.
ساوتهمپټن بیا نیو کاسل ته ۴-۰ ماته ورکړه.
لېسټر له سټوک نه خپله لوبه ۱-۰ وګټله.
سنډرلېنډ او ټاټنهم تر منځ لوبه ۲-۲ مساوي پای ته ورسېده.
او په وروستۍ لوبه کې اېورټن وېسټ بروم ته ۲-۰ ماته ورکړه.








