فوټبال: د انګلستان غوره لیګ سیالیو وروستی حال

د عکس سرچینه، PA
د انګلستان د فوټبال د غوره لیګ سیالۍ د شلو لوبډلو (کلبونو) په ګډون دشنبې پر ورځ پیل شوې دي.
د شنبې پر ورځ د نورو میچونو تر څنګ په کې د مانچیسټر یونایټېډ پیاوړې لوبډلې خپله لومړۍ لوبه نسبتا ضعیفه لوبډلې سوانسي ته د ۱-۲ په توپیر بایلوده.
دا د مانچیسټر یونایټیډ د نوي روزونکي لویس ون خال تر مشرۍ لاندې د دې لوبډلې لومړی میچ و، چې دوی بایلود.
بلې پیاوړې لوبډلې ارسنال بیا خپل لومړی میچ د کرسټل پلېس کلب سره د یوې سختې سیالۍ نه وروسته د ۲-۱ په توپیر وګاټه.
دغه لوبه تر وروستیو شېبو ۱-۱ مساوي پر مخ راونه وه خو په اضافي وخت کې د ارون رمزي د ګلو پر مټ ارسنال لوبه ۲-۱ وګټله.
د ویسټ بروم او سنډرلیڼد او لیسټر او اېورټن ټیمونو میچونه ۲-۲ مساوي پای ته ورسېدې.
اېورټن د لېسټر په پرتله یوه ضعیفه لوبډله ګڼل کېږي ځکه نو دوی ته د لوبې مساوي پایله یوه لاسته رواړنه ده.
د ټاټنم او ویسټ هم لوبډلو تر منځ د لوبې په اضافي وخت کې د اېریک ډایر د یواځني ګول پر مټ د ټاټنم لوبډلې ویسټ هم ته ۱-۰ ماته ورکړه.
د کیو پي آر لوبډلې د هل لوبډلې ته ۱-۰ ماته ورکړه. دا د هل پر وړاندې د ۱۹۶۳ کال را ورسته د کیو پي آر لومړی بری و.
د انډریاس وېمن د یواځني ګول پر مټ د آسټن وېلا لوبډله وتوانېده چې سټوک ته ۱-۰ ماته ورکړي.
د یکشنبې ورځې په لوبو کې د مانچیسټر سټي لوبډلې نیو کاسل ته ۲-۰ او د لېورپول لوبډلې ساوتیمپټن ته ۲-۱ ماته ورکړه.
نن (سه شنبه) د چیلسي او برنلي لوبډلو تر منځ لوبه روانه ده او د لوبې تر لومړیو شلو دقیقو پورې لا تر اوسه هیڅ ټیم په ګول وهلو نه دی بریالی شوی.








