فوټبال: د انګلستان غوره لیګ سیالیو ته مخکتنه

د انګلستان غوره لیګ سیالیو کې به ټول ټال شل کلبونه (لوبډلې) برخه واخلي.
د عکس تشریح، د انګلستان غوره لیګ سیالیو کې به ټول ټال شل کلبونه (لوبډلې) برخه واخلي.

د انګلستان د غوره لیګ سیالیو ۲۰۱۴-۲۰۱۵ سیزن لوبې به په نږدې راتلونکې کې پیل شي. د نړۍ تر ټولو مشهوره فوټبال لیګ به یو وار بیا د خپلو اوونیزو میچونو له کبله ځینو ته خوښي او ځینو ته خپګان ور په برخه کړي.

آیا د مانچیسټر سټي کلب (لوبډله) به په پرله پسې ډول یو ځل بیا اتلولي وګټي او که دا ځل به یې چېلسي مات کړي، او که د مانچیسټر یونايټیډ په څیر بیخي یوه نوې لوبډله به را مخ ته شي؟

بي بي سي پښتو دغو لوبو ته یوه مخکتنه چمتو کړې او د هر کلب په اړه یې مالومات او د دوی اټکلي پایلې په ګوته کړي:

ارسنال:

په نهو کلونو کې د لومړي ځل لپاره د یوه جام له ګټلو وروسته د دوی روحیه پیاوړې ده. سږ کال دوی یو شمېر مهم لوبغاړي په ځانګړي ډول الکسیز سانچېز خپلې لوبډلې ته راوستي دي. خو بل خوا یې بیا خپل پخوانی لوبغاړی سیک فبریګاز چیلسیا ته له لاسه ورکړی. دوی خپل پخوانی کپتان ټامس ویرملین هم له لاسه ورکړی.

اټکلي پایله: دریم مقام

آسټن وېلا:

آسټن وېلا د لار موندنې په سیالیو کې له برخې اخیستو وروسته په دغه اتلولۍ کې د لوبېدلو حق تر لاسه کړ. دغه کلب پیاوړې نه بریښي ځکه څښتن یې رنډي لرنر پانګونې ته چمتو نه دی او ښايي خپل دغه کلب خرڅ کړي. خو که د کلب نوی مرستیال روزونکی له لوبغاړو سره زیار وباسي او د نوي اخیستل شوي لوبغاړي الې سیسکو څخه هم په سم ډول کار واخلي نو ښايي دغه لوبډله په سیالیو کې یو څه ښه وځلېږي.

اټکلي پایله: ۱۹ م مقام

چیلسیا به د سږ کال په اوړي کې تر اوسه خپلو لاسته راوړنو ته خوشحاله وي. د پیاوړي لوبغاړي دیدیر ډروګبا پېرنه به د دوی روحیه ډېره پیاوړې کړې وي.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، چیلسیا به د سږ کال په اوړي کې تر اوسه خپلو لاسته راوړنو ته خوشحاله وي. د پیاوړي لوبغاړي دیدیر ډروګبا پېرنه به د دوی روحیه ډېره پیاوړې کړې وي.

برنلي:

د انګلستان غوره لیګ سیالیو ته په لار موندنې دوی ډېر خلک حیران کړل. برنلي خپلې لوبډلې ته څو تجربه لرونکي لوبغاړي هم پېرلې دي. تر اوسه دغه کلب ډېرې بریاوې درلودې خو اندېښنه به یې دا وي چې د انګلستان په غوره لیګ کې به دوی له ډېرو پیاړو لوبډلو سره مخامخ شي او ښایي ډېر ژر ماته وخوري او خپل روزونکی له دندې ګوښه کړي.

اټکلي پایله: ۲۰ م مقام

چېلسي:

چیلسیا به د سږ کال په اوړي کې تر اوسه خپلو لاسته راوړنو ته خوشحاله وي. د پیاوړي لوبغاړي دیدیر ډروګبا پېرنه به د دوی روحیه ډېره پیاوړې کړې وي. او دوی د دیاګو کوستا په څېر د نړیوال معیار لرونکی بریدګر هم لري. یواځنې اندېښنه یې دا ده چې دوی خپل دوه تجربه لرونکي لوبغاړي اشلې کول او فرانک لمپارد له لاسه ورکړي خو پر ځای یې بیا دوه نور پیاوړي لوبغاړي سیک فبریګاز او فېلیپ لویس پېرلې دي. بل خوا د ډېوېد لویز له لاسه ورکول ښايي د دوی په ګټه وي ځکه لویز د نړیوال جام په لوبو کې ډېره ضعیفه لوبه کړې وه.

اټکلي پایله: لومړی مقام

کریسټل پالېس:

په تېر سیزن کې پخواني روزونکي ټوني پولېس وکولی شو چې دغه کلب له آخر ځای د جدول منځ ته را جګ کړي خو اوس چې پولېس له دغه کلبه تللی دی ښايي دوی له ستونزو سره مخ شي. داسې ښکاري چې په سیالیو کې د ښه ځلېدلو لپاره دوی یوه تجربه لرونکي روزونکي ته اړتیا لري. د پیاوړي لوبغاړي فرزیر کیمبل پېرنه به دوی سره مرسته وکړي.

اټکي پایله: ۱۵م مقام

ایورټن:

په تېر سیزن کې دغه کلب ډېره ښه لوبه نندارې ته وړاندې کړه او دا ځل به یې هم هڅه دا وي چې ښه پایله ولري. رومېلو لوکاکو او ګرېت بېري د دوی د کلب پیاوړي لوبغاړي دي. د دوی یواځنۍ اندېښنه به دا وي چې که یو نیم لوبغاړی یې ټپي شي نو دوی ورته تجربه لرونکي بدیل لوبغاړي نه لري.

اټکلي پایله: اووم مقام

هل سټي:

د هل سټي لوبغاړي به د ایف ای کپ تر پایه د لوبېدو له کبله ستړي وي. دوی د انګلستان پیاوړي ځوان لوبغاړي ټامس اینس او رابرټ سنډګراس پېرلي خو داسې برېښي چې په لوبډله کې یې اوس هم یو بریدګر کم دی.

اټکلي پایله: ۱۲ م مقام

لیسټر سټي:

روزونکي نایجل پیرسن د دغه کلب لوبغاړي یوځای ساتلي او د کلب څښتنانو هم پر دوی باور لري ځکه نو ښایي دوی د انګلستان په غوره لیګ سیالیو کې ښه وځلېږي. داسې برېښي چې په نویو پېرل شویو لوبغاړو کې دوی ته لیونارډو اولا ډېر مهم دی او ده د له کبله به اوس د کلب پر بل پیاوړي لوبغاړي مارک البراېټن هم د ښه لوبې فشار ډېر شي.

اټکلي پایله: ۱۳ م مقام

لېورپول:

لېورپول لوبډله به د خپل پخواني مهم لوبغاړي لویز سواریز په نه شتون کې له ستونزو سره مخامخ شي ځکه چې ده د پر ځای یې بل پیاوړی لوبغاړی نه دی پېرلی. په همدې خاطر د انګلستان د دوو ځوانو او تکړه لوبغاړو اډم للانا او ډیجن لورېن د پېرلو سربېره د دوی بریدګر ډانیل سټریج ښايي په لوبه کې یوازې پاتې شي. دوی له ۱۹۹۰ کال را وروسته د غوره لیګ اتلولي نه ده ګټلې او دا ځل هم داسې بریښي چې دوی به یې و نه ګټي.

اټکلي پایله: څلورم مقام

لېورپول لوبډله به د خپل پخواني مهم لوبغاړي لویز سواریز په نه شتون کې له ستونزو سره مخامخ شي.

د عکس سرچینه، Getty

د عکس تشریح، لېورپول لوبډله به د خپل پخواني مهم لوبغاړي لویز سواریز په نه شتون کې له ستونزو سره مخامخ شي.

مانچیسټر سټي:

په تېرو دریو کلونو کې دوی دوه ځلې د غوره لیګ اتلولي ګټلې. چیلسیا به د دوی تر ټولو پیاوړی سیال وي. د دوی لوبډله لا له وړاندې ډېره پیاوړې او ګټونکی ده ځکه نو دوی نویو لوبغاړو ته دومره اړتیا نه لري. خو په دې وروستیو کې د ارسنال پر وړاندې یوه نهیلې کونکې ماته به د دوی مینوال لږ څه اندېښمن کړې وي.

اټکلي پایله: دوهم مقام

مانچیسټر یوناېټیډ:

د دوی نوی روزونکی لویس ون ګال وايي چې د اتلولۍ د ګټلو هوډ لري. ښايي لږ وخت ته اړتیا وي چې د کلب لوبغاړي د دغه نوي روزونکي د کار له مېتود سره ځان برابر کړي خو پایله به یې مثبته وي. دوی ډېر نوي لوبغاړي پېرلي ځکه نو راتلونکی یې روښانه برېښي.

اټکلي پایله: پنځم مقام

نیوکاسل یونایټیډ:

د تېر کال په اتلولیو کې له ضعیفې لوبې وروسته دوی ډېر پرمختګ کړی خو بیا به هم دوی ته د سر په شپږو لوبډلو کې ځای پېدا کول ګران وي. دوی یوهان کبایې له لاسه ورکړ خو پر ځای یې بیا پیاوړي لوبغاړي سیم ډي جونګ او ریمي کبیلا پېرلي ځکه نو مینوال یې هیله من دي.

اټکلي پایله: اتم مقام

کوینز پارک رینجرز:

دوی په خپله لوبډله کې په کافي توګه تجربه او استعداد لري ځکه نو ښايي ښه وځلېږي. دوه کاله وړاندې د دوی لوبډله ډېره ضعیفه وه خو له هغې راهیسې دوی په خپله لوبډله کې ډېر مثبت بدلونونه راوستي دي. ریو فرډیناند، سټیفن کاکر او جورډن مچ د دوی دری پیاوړي لوبغاړي دي.

د تېر کال په اتلولیو کې له ضعیفې لوبې وروسته نیو کاسل یونایټیډ ډېر پرمختګ کړی.

د عکس سرچینه، PA

د عکس تشریح، د تېر کال په اتلولیو کې له ضعیفې لوبې وروسته نیو کاسل یونایټیډ ډېر پرمختګ کړی.

ساوتمپټن:

د تېر کال په لوبو کې په ګډ ډول د ښې او ضعیفې لوبې د وړاندې کولو له کبله د دوی په اړه وړاندوینه کول ګران دي. خو د سږ کال له اتلولیو نه وړاندې دوی ښه لوبه نندارې ته وړاندې کړې ده. دوی ځینې پیاوړي لوبغاړي هم پېرلي دي. خو له اتلولیو وړاندې د دوی مدیر رونلډ کومن ښايي په دې هڅه کې وي چې دوه نور پیاوړي دفاعي لوبغاړي هم وپېري.

اټکلي پایله: نهم مقام

سټوک سټي:

د مارک هیوز تر مشرې لاندې دوی د تېر سیزن په دوهمه مرحله کې ډېر ښه وځلېدل او ښايي دا ځل هم ښه لوبه وکړي. دوی هم دوه نوي پیاوړي لوبغاړي سټیو سیډویل او بوجن کرکېک پېرلي دي.

اټکلي پایله: لسم مقام

سنډرلنډ:

د دوی موخه پاېښت دی ځکه نو د تېر کال په څېر به بیا څوارلسم مقام ښايي دوی ته مناسب وي. ان که دوی څو نوي پیاوړي لوبغاړي هم وپېري بیا یې هم لوبډله ضعیفه برېښي. سږ کال د دوی ستراتېژي دا ده چې هر لوبغاړی به یې د میدان په یوه مشخص ځای کې لوبېږي.

اټکلي پایله: ۱۴م مقام

د سنډرلنډ موخه پاېښت دی ځکه نو د تېر کال په څېر به بیا څوارلسم مقام ښايي دوی ته مناسب وي.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د سنډرلنډ موخه پاېښت دی ځکه نو د تېر کال په څېر به بیا څوارلسم مقام ښايي دوی ته مناسب وي.

سوانسي سټي:

د دوی موخه به هم د تېرو دریو کلو په څېر پاېښت وي. که څه هم دوی سږ کال ګیلفي سیګرډسن بېرته پېرلی خو ځینې پیاوړي لوبغاړي یې له لاسه ورکړي ځکه نو لوبډله یې بې ځواکه ده او ښايي ښه و نه ځلېږي.

اټکلي پایله: ۱۸م مقام

ټاټنم:

دوی ته به د سر په څلورو لوبډلو کې ځای پېدا کول ستونزمن وي ځکه نورې لوبډلې تر دوی ډېرې پیاوړې دي. نوی روزونکی به یې هم وخت ته اړتیا ولري چې پر دغه لوبډلې کار وکړي. دوی سږ کال د بین ډېویس په څېر پیاوړی لوبغاړی پېرلې خو تر دې هم مهم دا و چې دوی خپل تجربه لرونکی ګول ساتونکی هوګو لوریس وساته.

اټکلي پایله: شپږم مقام

ویسټ برومویچ البین:

د دوی موخه به دا وی چې د جدول منځ ته ځان ورسوي خو ښايي ۱۶ م مقام خپل کړای شي. د دوی نوي روزونکي د ۱۰ میلیون ډالرو په لګښت د نایجیریا لوبغاړی براون اېډي خپل کلب ته وپېره او دا پرېکړه یې له خطره ډکه ده ځکه اېډي لا تر اوسه په غوره لیګ کې خپله د لوبې وړتیا نه ده ثابته کړې.

اټکلي پایله: ۱۶م مقام

ویسټ هم یونایټیډ:

دغه کلب به هڅه کوي چې د جدول سر ته ځان ورسوي خو په دې وروستیو کې یې لوبه دومره پیاوړې نه وه. د نویو لوبغاړو پور او پلور یې هم ښايي د لوبډلې پر ځواک دومره اغېز و نه لري. دوی په نړیوال جام کې له ښه ځلېدو وروسته د ایکواډور بریدګر اینر ویلینسیا خپلې لوبډلې ته پېرلی. خو د دوی بل پیاوړی لوبغاړی انډي کرول بیا ټپي شوی چې د غوره لیګ په اتلولیو کې به د دوی د لوبډلې پر چانسونو منفي اغېز ولري.

اټکلي پایله: ۱۱ م مقام