لېورپول ټاټنهم ته په اسانۍ ۳-۰ ماته ورکړه

د عکس سرچینه، BBC World Service
د انګلستان غوره لیګ سیالیو په لړ کې د یکشنبې پر ورځ (اګست ۳۱ مه) لېورپول لوبډلې ټاټنهم ته په آسانۍ سره ۳-۰ ماته ورکړه.
د غوره لیګ په تېر سیزن کې لېورپول ټاټنهم ته تر دې هم په ستر توپیر ۵-۰ ماته ورکړې وه.
د ارسنال او لیسټر لوبه ۱-۱ مساوي پای ته ورسېده.
لومړی ګول د ارسنال لوبغاړي الېکسیز سانچیز وکړ خو تر دې لږه شېبه وروسته د لیسټر لوبغاړي ارجنټاین اولا ګول وکړ او لوبه یې ۱-۱ برابره کړه.
د لوبې په دوهمه نیمايي کې لیسټر برلاسی ښکارېده او د لېورپول پر ګول یې ګڼ بریدونه وکړل خو ګول یې و نه شو کړای.
که څه هم لیسټر د ۱-۱ مساوي پایلې ته خوښ و خو له ارسنال تمه دا کېده چې لوبه به وګټي.
د ورځې په وروستۍ لوبه کې آسټن وېلا د هل لوبډلې ته ۲-۱ ماته ورکړه.
په روان سیزن کې آسټن وېلا تر اوسه خپلې ټولې لوبې ګټلې دي او دغه ډول یې په جدول کې یې درېیم مقام خپل کړی دی.
د انګلستان د غوره لیګ اتلولۍ نورې لوبې به د شنبې پر ورځ (سپتمبر ۱۳ مه) تر سره کېږي.








