مانچسټر یونایټډ یو وار بیا مینه وال خواشیني کړل

د هل منځ ډګری لوبغاړی چېسټر د لوبې په ۱۴مه دقیقه کې د سور کارت له امله له لوبې وایستل شو
د عکس تشریح، د هل منځ ډګری لوبغاړی چېسټر د لوبې په ۱۴مه دقیقه کې د سور کارت له امله له لوبې وایستل شو

د انګلستان مخکښ لیګ دویمه اونۍ د یکشنبې په ورځ درې لوبې ترسره شوې.

لومړۍ لوبه د هل او سټوک تر منځ وشوه.

دا لوبه چې د هل په کور دننه کې ترسره شوه د دواړو لوبډلو تر منځ ۱-۱ مساوي پای ته ورسېده.

د لوبې په ۱۴مه دقیقه کې د کوربه لوبډلې هل منځ ډګري لوبغاړي جیمز چېسټر ته د لوبڅار له خوا سور کارت وښوول شو او له لوبې وایستل شو.

د هل لپاره دا ګرانه وه چې نژدې ۷۵ دقیقې دې په لسو لوبغاړو ولوبېږي.

خو د لوبې د لومړۍ نیمايي تر پای ته رسېدو څو دقیقې وړاندې د دوی بریدګر لوبغاړي جېلاوېچ ګول وکړ او خپله لوبډله یې یو صفر مخته کړه.

د لوبې په ۸۵مه دقیقه کې د سټوک لوبډلې دفاعي لوبغاړي شاکراس ګول وکړ او لوبه یې ۱-۱ برابره کړه او په دې ډول لوبه برابره پای ته ورسېده.

سټوک د خپلې سیالې لوبډلې په ګول ۱۹ بریدونه وکړل او هل بیا د سټوک پر ګول یوازې ۹ بریدونه کړي و چې یوازې یو يې په ګول بدل شو.

ټاټنهم – کیو پي آر

ټاټنهم خپله پرله پسې دویمه لوبه هم وګټله او اوس د نمرو جدول په سره کې ده
د عکس تشریح، ټاټنهم خپله پرله پسې دویمه لوبه هم وګټله او اوس د نمرو جدول په سره کې ده

دویمه لوبه د ټاټنهم په کورني لوبغالي وایټ هارټ لېن کې ترسره شوه چې ټاټنهم په کې سیالې لوبډلې کیو پي آر ته ۴-۰ ماته ورکړه او خپله دویمه لوبه یې هم وګټله.

د ټاټنهم له لوري نارېک چادلي دوه، اېرېک ډایر او اېمانوېل اډېبایر یو یو ګول وکړ.

دا د ټاټنهم لپاره لویه لاسته راوړنه ده چې د لوبیز کال په پیل کې یې لوبغاړي ښه لوبېږي.

لوبه کې له پیله تر پایه د ټاټنهم لوبډله برلاسې وه.

دوی اوس ۶ پواینټه لري او د نمرو جدول په سر کې راځي.

مانچسټر یونایټډ – سنډرلېنډ

مانچسټر یونایټډ خپله لومړۍ لوبه بایللې وه
د عکس تشریح، مانچسټر یونایټډ خپله لومړۍ لوبه بایللې وه

مانچسټر یونایټډ چې خپله لومړۍ لوبه یې بایللې وه دا دی په دویمه لوبه کې یې خپل مینه وال خواشیني کړل.

سنډرلېنډ د پریمیر لیګ له کمزورو لوبډلو شمېرل کېږي او داسې انګېرل کېده چې ښايي یونایټډ خپله دویمه لوبه په اسانۍ وګټي.

خو داسې ونه شول او لوبه ۱- ۱ برابره پای ته ورسېده.

د لوبې لومړی ګول د یونایټډ خوان مټا وکړ خو څو دقیقې وروسته بیا د سنډرلېنډ جېک روډوېل ګول وکړ او لوبه یې مساوي کړه.

د شنونکو په آند که مانچسټر یونایټډ همداسې لوبېږي نو ښايي د لوبیز کال تر پایه به آن په لومړیو لسو لوبډلو کې هم ځای پیدا نه شي کړای.