فوټبال: د غوره لیګ د شنبې ورځې لوبې

د عکس سرچینه، BBC World Service
د انګلستان د غوره لیګ د سیالیو په لړ کې نن شنبه (د اګست ۲۳ مه) شپږ نورې لوبې وشوې.
په لومړي میچ کې د اسټن وېلا او نیو کاسل یونایټیډ لوبډلو په زړه پورې لوبه وکړه خو تر پایه په کې ګول و نه شو او میچ برابر پای ته ورسېد.
نیو کاسل د غوره لیګ په خپل لومړي میچ کې هم کوم ګول نه و کړی.
دغه لوبه د نیو کاسل په کور کې تر سره شوه ځکه نو دوی د لوبې له پایله خوښ نه و.
د چیلسي پیاوړې لوبډلې لیسټر ته ۲-۰ ماته ورکړه. لومړی ګول ډیاګو کوستا او دوهم ګول اېډن هزرد وکړ.
دا د چیلسي پرله پسې دوهمه بریا ده او په دې ترتیب دوی د جدول په سر کې ځای لري.
په لومړۍ نیمه کې د لیسټر لوبډلې ښه لوبه نندارې ته وړاندې کړه خو په دوهمه نیمه کې بیا چیلسي برلاسۍ وه.
د کرېسټل پلېس لوبډله یو ځل بیا ښه و نه ځلېده او خپل میچ یې ۱-۳ ویسټهم کلب ته بایلود.
د وېسټ بروم او ساوتېمپټن لوبډلو میچ کې هم کوم ګول و نه شو او برابر پای ته ورسېد.
تر دې وړاندې، وېسټ هم خپل لومړی میچ هم برابر پای ته رسولی و دغه ډول دوی په غوره لیګ لوبو کې تر اوسه ماته نه ده خوړلې.
ساوتېمپټن لوبډلې د ګول وهلو ډېرې هڅې وکړې خو ویسټهم تر پایه ښه دفاع وکړه.
سوانسي کلب برنلي ته ۱-۰ ماته ورکړه. دا د برنلي دوهمه ماته ده او تر اوسه دغه ټیم د لوبو په جدول کې هیڅ نمرې نه لري.
بل خوا، سوانسي لپاره دا پرله پسې دوهمه بریا وه.
وروستي میچ کې د ارسنال او اېورټن کلبونو لوبه ۲-۲ مساوي پای ته ورسېده.
دې سره، په تېرو پنځو میچونو کې ارسنال د اېورټن لوبډلې پر وړاندې کامیابي نه ده تر لاسه کړې.
په لوبه کې تر ډېره اېورټن ۲-۰ برلاسی و خو ارسنال په وروستي ۷ دقیقو کې۲ ګولونه ووهل او دغه راز یې میچ برابر کړ.








