غوره لیګ: چیلسي برنلي ته ۳-۱ ماته ورکړه

د عکس سرچینه، BBC World Service
د انګلستان فوټبال د غوره لیګ سیالیو په ترڅ کې د دوشنبې پر ورځ (اګست ۱۸ مه) د چیلسي پیاوړې لوبډله، که څه هم پیل کې ۱-۰ شاته وه خو د لوبې تر پایه یې نسبتا کم تجربه برنلي کلب ته ۳-۱ ماته ورکړه.
د برنلي کلب لوبغاړي سکاټ ارفیلډ چې کله لومړی ګول وکړ نو داسې انګېرل کېده چې ښایي دوی د چیلسي په څېر پیاوړې لوبډله ماته کړي.
خو برنلي تر ډېرې مودې خپل د ۱-۰ برلاسی و نه شو ساتلی او څو شېبې وروسته د چیلسي لوبغاړي کوستا برابرونکی ګول وواهه.
د چیلسي دوهم ګول اندرې شرلې او دریم ګول برنیسلف ایوانویک وکړ او دغه ډول یې لوبه د خپل ټیم په ګټه ۳-۱ پای ته ورسوله.
د لوبې ټول ګولونه په لومړي ۴۵ دقیقو کې وشول او دواړو لوبډلو په دوهمه نیمايي کې ګول و نه شو کړای.
په دغه لوبه کې له ښه ځلېدو وروسته، داسې ښکاري چې د شنونکو دا وړاندوینه چې ښايي چیلسي روانې اتلولۍ وګټي پر ځای ده.
تر دې وړاندې، د شنبې پر ورځ د نورو میچونو تر څنګ د مانچیسټر یونایټېډ پیاوړې لوبډلې خپله لومړۍ لوبه نسبتا ضعیفه لوبډلې سوانسي ته د ۱-۲ په توپیر بایلوده.

د عکس سرچینه، Getty
دا د مانچیسټر یونایټیډ د نوي روزونکي لویس ون خال تر مشرۍ لاندې د دې لوبډلې لومړی میچ و، چې دوی بایلود.
بلې پیاوړې لوبډلې ارسنال بیا خپل لومړی میچ د کرسټل پلېس کلب سره د یوې سختې سیالۍ نه وروسته د ۲-۱ په توپیر وګاټه.
دغه لوبه تر وروستیو شېبو ۱-۱ مساوي پر مخ راونه وه خو په اضافي وخت کې د ارون رمزي د ګلو پر مټ ارسنال لوبه ۲-۱ وګټله.
د ویسټ بروم او سنډرلیڼد او لیسټر او اېورټن ټیمونو میچونه ۲-۲ مساوي پای ته ورسېدې.
اېورټن د لېسټر په پرتله یوه ضعیفه لوبډله ګڼل کېږي ځکه نو دوی ته د لوبې مساوي پایله یوه لاسته رواړنه ده.
د ټاټنم او ویسټ هم لوبډلو تر منځ د لوبې په اضافي وخت کې د اېریک ډایر د یواځني ګول پر مټ د ټاټنم لوبډلې ویسټ هم ته ۱-۰ ماته ورکړه.
د کیو پي آر لوبډلې د هل لوبډلې ته ۱-۰ ماته ورکړه. دا د هل پر وړاندې د ۱۹۶۳ کال را ورسته د کیو پي آر لومړی بری و.
د انډریاس وېمن د یواځني ګول پر مټ د آسټن وېلا لوبډله وتوانېده چې سټوک ته ۱-۰ ماته ورکړي.
د یکشنبې ورځې په لوبو کې د مانچیسټر سټي لوبډلې نیو کاسل ته ۲-۰ او د لېورپول لوبډلې ساوتیمپټن ته ۲-۱ ماته ورکړه.
د انګلستان فوټبال د غوره لیګ سیالیو کې به اوس د اګست تر ۲۲ مې (جمعه) دمه په پام کې نیول شوې ده. نورې لوبې به یې د اګست پر ۲۳ مه (شنبه) پیلېږي.








