د حفیظ د سلیزې په مټ د پاکستان پیاوړی پیل

د پاکستان او نیوزیلنډ تر منځ د دریو ټیسټ لوبو د لړۍ د درېیمې لوبې د لومړۍ ورځې تر پایه پاکستان د سر لوبغاړي محمد حفیظ د ناسوځېدلو ۱۷۸ منډو په مټ د ۳ وېکټو په تاوان ۲۸۱ منډې وکړې.
حفیظ چې په دوهمه ټیسټ لوبه کې د ټپي کېدو له امله و نه لوبېد، نن چټکه او زړه وره لوبه نندارې ته وړاندې کړه.
نوموړي په خپلو ۱۷۸ منډو کې ۳ شپږیزې او ۲۳ څلوریزې ووهلې.
د لوبې ارزښتناکه پچه پاکستان وګټله او یو وار بیا یې لومړی د بیټنګ کولو پرېکړه وکړه.
په عربي متحده اماراتو کې شوې څو وروستۍ ټیسټ لوبې ښيي چې د پچې ګټونکي او لومړی د توپوهنې پرېکړه اخیستونکي ټیمونه ډېر بریالي وي.
په دغو پیچونو کې د ورو توپ اچونکو ښه ځلېدو ته په پام سره نیوزیلنډ په حیرانونکي ډول د خپل پخواني کپتان او تکړه ورو بالر ډینیل ویټوري د لوبولو پرېکړه وکړه.
پاکستان خپله لومړۍ وېکټه پر ۴۴ منډو له لاسه ورکړه او بیا د حفیظ او اظهر علي تر منځ د ښې ملګرتیا په مټ د دوی منډې ۱۳۱ ته ورسېدې.
اظهر علي پر ۳۹ منډو وسوځېد او ورپسې یونس خان هم دا ځل ژر پر ۵ منډو وسوځېد. د یونس خان وېکټه ډیڼیل ویټوري واخیسته.
دغه مهال پر ۱۶۰ منډو پاکستان ۳ وېکټې له لاسه ورکړې وې چې مصباح الحق بیټنګ ته راغی.
نوموړي د حفیظ سره په ملګرتیا کې ۱۲۱ منډې وکړې او د دواړه د ورځې تر پایه و نه سوځېدل.
مصباح پر ۳۸ منډو او حفیط پر ۱۷۸ منډو ناسوځېدلي پاتې شول.
د ټیسټ لوبې د لومړۍ ورځې د پیل په څو ساعتونو کې تېز بالران عموما ښه بالنګ کوي خو د نیوزیلنډ توپ اچونکي دومره ښه و نه ځلېدل.
د دوی دوو تېزو بالرانو ټرینټ بولټ او ټېم ساوتي یوه وېکټه هم وا نخیستله. خو ورو توپ اچونکو مارک کریګ دوه او ويټوري یوه وېکټه واخیسته.
د ټیسټ لوبو د لړۍ لومړۍ لوبه پاکستان ګټلې او دوهمه برابره پای ته رسېدلې ده.
نیوزیلنډ هڅه کوي په درېیمه لوبه کې بریا لاسته راوړي او د لوبو لړۍ یا سیریز برابر کړي.








