استرالیا له سوېلي افریقې د پنځو سیالیو لړۍ وګټله

د عکس سرچینه، Getty
د سوېلي افریقا او استرالیا تر منځ د پنځو یو ورځنیو لوبو د لړۍ په څلورمه لوبه کې کوربه استرالیا سوېلي افریقا ته له سختې سیالۍ وروسته پر ۳ وېکټو ماته ورکړه او سیریز یې ۳-۱ وګاټه.
استرالیا د لوبې په ۴۸م اوور کې د ځوان الرونډر سټیف سمیت د سلیزې په مټ بریا ترلاسه کړه.
د میلبورن په لوبغالي کې د لوبې پچه د سوېلي افریقا لوبډلمشر ای بي ډېویلیرز وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه.
په دې لوبه کې سوېلي افریقا خپل تجربه لرونکي تېز بالران مورنې مورکل او ورنن فېلندر نه وو لوبولي.
سوېلي افریقا خپلې د سر درې وېکټې ژر ژر له لاسه ورکړې خو د څلورمې وېکټې په ملګرتیا کې ډېویلیرز او ډېوېد مېلر ښه توپوهنه وکړه.
دواړو لوبغاړو په ګډه د لوبډلې منډې په ۳۷م اوور کې ۱۹۹ ته ورسولې.
ډېویلیرز له سلیزې یوازې ۹ منډې کمې پر ۸۸ توپونو ۹۱ منډې وکړې او مېلر پر ۴۵ منډو وسوځېد.
خو نورو لوبغاړو یې په پاتې اورونو کې څومره چې تمه کېده دومره منډې و نه شوې کړای.
سوېلي افریقا په ټاکل شویو ۵۰ اورونو کې پر ۸ وېکټو ۲۶۷ منډې جوړې کړای شوې.
د استرالیا له خوا پټ کمینز او جیمز فوکنر ۲، ۲ وېکټې واخیستې او خپلو توپوهونکو ته یې د نسبتا اسانه هدف په ټاکلو کې مرسته وکړه.
خو په ځواب کې د استرالیا توپوهونکو ښه پیل نه درلود او په پرله پسې ډول یې د سر ۵ وېکټې له لاسه ورکړې.
یو مهال استرالیا په ۲۵م اوور کې یوازې ۹۸ منډې درلودې او ۵ لوبغاړي یې سوځېدلي وو.
داسې ښکارېده چې ګواکې سوېلي افریقا به دغه لوبه په لوی توپیر او په اسانۍ سره وګټي.
خو د ال رونډر او ځوان لوبغاړي سټیف سمیت او وېکټ ساتونکي متیو وېډ د ملګرتیا په مټ استرالیا یو ځل بیا د لوبې د ګټلو چانسونه پیدا کړل.
دواړو لوبغاړو په ملګرتیا کې ۱۲۱ منډې وکړې. وېډ په سختو شرایطو کې پر ۵۹ توپونو ۵۲ منډې وکړې او وسوځېد.
خو سټیف سمېت نږدې د لوبې تر پایه بیټنګ وکړ او په زړه پورې سلیزه یې پوره کړه.
نوموړي پر ۱۱۲ توپونو خورا ارزښتناکې ۱۰۴ منډې جوړې کړې، وسوځېد خو د خپلې لوبډلې بریا یې باوري کړه.
پای کې الرونډر جېمز فوکنر پر ۱۹ توپونو چټکې ۳۴ منډې وکړې او استرالیا دغه لوبه پر دریو وېکټو وګټله.
پنځمه او برخلیک ټاکونکې لوبه به د یکشنبې پر ورځ (نومبر ۲۳مه) د سډني په لوبغالي کې کېږي.








