مانچسټر یونایټډ کيو پي آر ته لویه ماته ورکړه

د عکس سرچینه، Getty
د انګلستان مخکښ لیګ پياوړې لوبډلې مانچسټر یونایټډ کیو پي آر (کوینز پارک رینجرز) ته ۴-۰ ماته ورکړه.
دا د پریمیر لیګ په روان لوبیز کال کې د یونایټډ لومړۍ بریا ده.
مانچسټر یونایټډ په وروستیو کې د انجل دي مریا او فلکاو په ګډون دنړۍ ځینې پیاوړي لوبغاړي وپېرل.
د لوبې لومړی ګول په ۲۴مه دقیقه کې د یونایټډ منځ ډګري لوبغاړي دي مریا وکړ.
دویم ګول هرېرا او کپتان روني بیا د لومړۍ نیمايي په وروستۍ دقیقه کې درېیم ګول وکړ.
په دویمه نیمايي کې د چېلسي پخواني لوبغاړي خوان مټا ګول وکړ او په دې ډول مانچسټر یونایټډ دغه لوبه د څلورو ګولونو په توپير وګټله.
دا د انګلش فوټبال پریمیرلیګ په روان لوبیز کال کې د مانچسټر یونایټډ لومړۍ بریا ده.
د یونایټډ سیالې لوبډلې مانچسټر سټي، چېلسي او ارسنل ترې د نمرو په جدول کې یو څه مخته دي.
که څه هم کیو پي آر د غوره لیګ یوه کمزورې لوبډله ګڼل کېږي خو د فوټبال شنونکو په وینا دغه بریا به د مانچسټر یونایټډ د روزونکي او لوبغاړو مورال لوړ کړي.








