د ټیسټ کرېکټ تر ټولو زوړ لوبغاړی ومړ

د عکس سرچینه، BBC World Service

د نړۍ تر ټولو زوړ ټیسټ کرېکټ لوبغاړی نورمن ګورډن چې د ټیسټ کرېکټ "د وخت له قید پرته لوبو" (هغه مهال ټیسټ لوبې پنځو ورځو ته محدودې نه وې) د مهال وروستی ژوندی لوبغاړی و، د سه شنبې پر ورځ په جنوبي افریقا کې د ۱۰۳ کلونو په عمر ومړ.

ګورډن چې د جنوبې افریقا د لوبډلې تېز بالر و، په ډربن لوبغالي کې یې په ۱۹۳۹ کال کې د وخت له قېد پرته په ټیسټ میچ کې لوبه کړې وه.

دغه ټیست میچ د انګلستان او جنوبي افریقا لوبډلو تر منځ و چې ۱۰ ورځې یې دوام وموند.

انګلستان په میچ کې له بریا یوازې ۴۲ منډې وروسته و خو دغه مهال د دوی کښتۍ کور ته د سفر په موخه چمتو شوه او دوی اړ شول چې په لوبه کې مساوي (ډرا) پایله ومني.

هغه مهال د ټیسټ لوبو په هر اوور کې ۸ توپونه وو. ګورډن خپل ۹۳ م اوور تر سره کاوه چې میچ ډرا اعلان شو تر څو انګلستان لومړی د جنوبي افریقا کېپ ټاون ته تلونکی اورګاډی ونیسي او بیا له هغه ځایه د سیند له لارې انګلستان ته ستانه شي.

ګورډن د ۱۹۳۸-۱۹۳۹ کلونو تر منځ د انګلستان او جنوبي افریقا تر منځ د پنځو ټیسټ لوبو په ټولو میچونو کې لوبېدلې و.

دغه سیریز کې چې تر ډېره په کې بیټسمینان برلاسي و، ګورډن تر ټولو ډېرې ۲۰ وېکټې واخیستلې.

نوموړي د دوهمې نړیوالې جګړې پر مهال د کرېکټ لوبې و نه شوې کړای خو له جګړې وروسته، چې دی یو دیرش کلن و، یې د کرېکټ په ځینو کورنیو لوبو کې برخه واخیسته.

د جنوبي افریقا د کرېکټ لوبډلې پخواني لوبډلمشر علي باقر وویل: "ده له خپل ژوند نه ډېر خوند اخیستلی و".