افغان کریکټ لوبډله ډک لاس هېواد ته ستنه شوه

د لوبغاړو هرکلي ته د کریکټ بورډ چارواکي او ځینې نور مینه وال هم ورغلي وو

د عکس سرچینه، BBCPashto.com

د عکس تشریح، د لوبغاړو هرکلي ته د کریکټ بورډ چارواکي او ځینې نور مینه وال هم ورغلي وو

د افغانستان کریکټ ملي لوبډله نن ماسپښين له زیمبابوې خپل هېواد ته له بریاوو سره راستنه شوه.

د کریکټ ملي او الف لوبډلو زیمبابوې ته په خپل اته ویشت ورځني سفر کې څلور یو ورځنۍ او دوه څلور ورځنۍ لوبې وکړې، خو ترڅنګ یې ځینې نورې دوستانه لوبې هم لرلې.

د لوبو د شنونکو او څارونکو په باور د یوه بشپړ غړیتوب لرونکي هېواد پر وړاندې د افغان لوبډلې بریا د ډېرو د پام وړ ګرځېدلی او ښايي په نړیواله کچه د افغان لوبډلې ځای نور هم مخکې شي.

د کریکټ لوبډلې کپیتان محمد نبي عیسی خېل وايي، د لومړنیو دوو لوبو بایللو لوبغاړو ته د حریفې لوبډلې پروړاندې د ټینګې درېدو هوډ ورکړ، چې پایلوبو کې یې دواړوې وروستۍ لوبې وګټلې:

''دا د افغانستان د کریکټ په تاریخ کې د کریکټ یوه مهمه او پیاوړې لړۍ وه. له موږ سره نوي لوبغاړي و، چې د ۲۰۱۵ نړیوال کپ لپاره به له دغو لوبو خپل لوبغاړي پوره کړو''.

افغان لوبډلې په دغو سیالیو کې ډېرې ښې وځلېدې او شاوخوا نیمایي لوبې یې وګټلې.

د کریکټ افغان لوبغاړو له څلورو یو ورځنیو لوبو دوه وګټلې، او دغه راز یوه څلور ورځنۍ لوبه یې هم په لوی توپیر خپله کړه.

د کریکټ بورډ مشر نور محمد مراد د کریکټ شورا کې بشپړ غړيتوب لرونکې زیمبابوې ته ماتې ورکول د افغان کریکټ لوبډلې لویه بریا وبلله:

''واقعاً دا یوه لویه بریا وه، دا لومړی ځل و، چې د کریکټ شورا کې له یوه بشپړ هې،اد سره افغانستان د لوبو یوه لړۍ چمتو کړه. زموږ الف لوبډلې هم وکړای شو، چې زیمبابوې ته ماتې ورکړي''.

د زیمبابوې لوبډله د نړۍ له لسو غوره لوبډلو ګڼل کېږي، خو د افغان لوبډلې یوازې شاوخوا لس کاله کېږي چې په نړیواله کچه د کریکټ ډګر ته راوتلې ده.

افغان لوبډلې دوه لوبې وګټلې او دوه یې وبایللې.

د عکس سرچینه، BBCPashto.com

د عکس تشریح، افغان لوبډلې دوه لوبې وګټلې او دوه یې وبایللې.
د څلور ورځنیو لوبو د لړۍ دویمه او ورستۍ لوبه د اګست له ۲ تر ۵ د زمبابوې په هرارې لوبغالي کې وشوه.

د عکس سرچینه، BBCPashto.com

د عکس تشریح، د څلور ورځنیو لوبو د لړۍ دویمه او ورستۍ لوبه د اګست له ۲ تر ۵ د زمبابوې په هرارې لوبغالي کې وشوه.