فوټبال: بلجیم روس ته ماته ورکړه

د فوټبال نړیوال جام سیالیو په یوولسمه ورځ د ګروپ اېچ لوبډلې بلجیم او روسیه سره مخامخ وې.
دا په زړه پورې لوبه بلجیم 1-0 وګټله.
د لوبې لومړۍ نیمایي کې هېڅ یوې لوبډلې هم ګول ونشو کړای.
په دویمه نیمایي کې هم لوبه تر ډیره مساوي وه.
د بلجیم لوبډلې د روسیې پر ګول خورا ډیر بریدونه وکړل خو بخت ورسره نه و ملګری او ګول یې ونشو کړای.
لوبه د پای شېبو ته نژدې وه او داسې فکر کېده چې مساوي به ختمه شوه.
خو د بلجیم بریدګر لوبغاړي ډایوک اورېګي د لوبې په ۸۷مه دقیقه کې برخلیک ټاکونکی ګول وکړ او په دې ډول دغه لوبه بلجیم وګټله.
بلجیم چې شپږ نمرې لري او د خپل ګروپ په لومړي سر کې ده اوس د دویم پړاو لوبو ته لار وموندله.
روسیې خپله لومړۍ لوبه له سویلي کوریا سره مساوي کړې وه او په خپل ګروپ کې په درېیم نمبر ده.
له سویلي کوریا، الجزایر او روسیې څخه به یوه لوبډله د بلجیم تر څنګ د دویم پړاو لوبو ته ورځي.








