د افغانستان د اولمپیک ملي کمېټې نوی مشر وټاکل شو

د عکس سرچینه، UCA
د افغانستان د اولمپیک ملي کمیټې نوی مشر وايي د ورزش په برخه کې د خصوصي پانګونې جلبلول او د ورزشکارو نجونو لپاره د زمینې برابرول د ده کار په لومړیتوبونو کې دی.
کابل کې زموږ همکار سمیع الله موسی زی وايي، فهیم هاشمي د څلورو کلونو لپاره د افغانستان د اولمپیک د ملي کمیټې د مشر په توګه وټاکل شو.
هغه چې د شطرنج د فدارسیون مشر او د یوه خصوصي تلویزیون څښتن هم دی د اولمپیک د کمیټې په ټاکنو کې د رایو په اکثریت د اولمپیک د ملي کمیټې د مشر په توګه وټاکل شو.
ښاغلی هاشمي وايي په افغانستان کې د ورزش د ښه پرمختګ لپاره د یوه اوږمهاله کاري پلان جوړول به دده د کارونو په لومړیتوبونو کې ځای ولري:
''د ورزش او ورزشکارانو لپاره د پرمختګ د زمینې برابرول زما لومړیتوب دی، دغه راز د نجونو لپاره د ورزش د زمینې برابرول او پر ورزشکارانو پانګونه هم زما په لومړیتوبونو کې ځای لري. ددې ترڅنګ به زه یو مسلکي کاري ډله رامنځته کړم. د یوه اوږمهال کاري پلان جوړولو ته اړتیا ده چې زه به له شک پرته ورته ډیر پام وکړم''.
د افغانستان د ملي اولمپیک د کمیټې نوي بي بي سي ته وویل دی به د خپل کار په موده کې افغان خصوصي پانګه وال وهڅوي چې د ورزش په برخه کې پانګونه وکړي.
د افغانستان د اولمپیک د ملي کمیټې د نوې مشر د ټاکلو بهیر د آسیا د اولمپیک د استازي او د یو شمېر کورنیو بنسټونو د استازو له خوا وڅارل شو.




