افغان اولمپیک کمېټې پرمختیايي بودجه نه ده لګولې

- Author, مصطفی سالک
- دنده, کابل
د افغانستان د اولمپيک د ملي کمېټې مشر د يو شمېر لوبغاړو د سرټکونو او د کلنۍ پرمختيايي بودجې د نه لګولو له کبله ولسي جرګې ته غوښتل شوى و.
پر ظاهر اغبر داسې تورونه پورې شوي چې ګواکې نړيوالو لوبو ته د لوبغاړو د استولو په برخه کې دوه مخيز چلند کوي، بله دا چې وايي په ١٣٩١ لمريز کال کې ايله د ٣١ سلنې پرمختيايي بودجې پر لګولو توانېدلى دى.
د اولمپيک د ملي کمېټې مشر دا تورونه رد کړي دي.
د ولسي جرګې د روغتيا او بدني روزنې کميسیون د اولمپيک د ملي کمېټې مشر ظاهر اغبر له نړيوال اولمپيکه د يوازيني مډال راوړونکي افغان لوبغاړي روح الله نيکپا او يو شمېر نورو لوبغاړو د شکايتونو پر بنسټ وربللى و.
پر ښاغلي اغبر دا تور هم لګېدلى چې ګواکې نړيولو سياليو ته د لوبغاړو د استولو په برخه کې د مور او مېرې چلند کوي.
د افغانستان د اولمپيک د ملي کمېټې مشر ظاهر اغبر په ده لګېدلي تورونه بې بنسټه وبلل او بي بي سي ته يې وويل چې د لوبغاړو د نيوکو پر اړه مخامخ له هغو سره غږېدلى دى.
د افغانستان د اولمپيک ملي بنسټ مخکې له دې هم لوبغاړو سره په دوه مخي چلند تورن شوى و.
همدا راز د اداري درغيلو او د فدراسيونونو د مشرانو ټاکلو په برخو کې له نيوکو سره مخامخ و او يو ځل خو دا قضيه لويې څارنوالۍ ته هم رسېدلې وه.
خو د ياد شوي بنسټ مشران دا ټول تورونه ردوي.








