افغان کرېکټ لوبډله له هانګ کانګ سره لوبېږي

د عکس سرچینه، AP
په بنګله دېش کې د شل اووريز نړيوال جام په لومړي پړاو سياليو کې ايرلنډ په وروستي توپ منډه واخيسته او زمبابوې ته يې ماتې ورکړه.
زمبابوې پچه وګټله، پخپله يې د بېتنګ کولو پرېکړه وکړه او د پنځو لوبغاړو د سوځېدو پر سر يې ۱۶۳ منډې وکړې.
يو مهال د زمبابوې توپ وهوونکو په هر اوور کې ۱۰ منډې کولې، خو په وروستيو اوورونو کې د ايرلنډ توپ اچوونکي وتوانېدل د منډو چټکتيا ورو کړي.
ايرلنډ د ۱۶۴ منډو هدف پوره کولو لپاره ښکلی پيل درلود او د پال سټرلنګ چټکې پنځوسيزې دغه هېواد د بري پر لور وخوځاوه.
ايرلنډ ته په وروستي اوور کې د لوبې ګټلو لپاره ۴ منډې په کار وې، خو په دغه اوور کې د ددو لوبغاړو سوځېدو لوبه لا په زړه پورې کړه.
ايرلند ته په وروستي توپ يوه منډه په کار وه، چې ويې کړه او لوبه يې وګټله.
د ب ګروپ بله لوبه د عرب متحد اماراتو او هالنډ ترمنځ وه.
عرب اماراتو لومړی بېټنګ وکړ او په ټاکلو ۲۰ اوورونو کې يې د ټولو لوبغاړو پر سر ۱۵۱ منډې وکړې.
هالنډ د دغه هدف پوره کولو لپاره بېټګ پيل کړ او د څلورو لوبغاړو د سوځېدو په سر يې اووه توپه مخکې دغه هدف پوره کړ.
مايبرو په ۳۶ توپونو ۵۵ منډې وکړې، چې ۷ څلورېزې او ۲ شپږيزې هم په کې وې.
تر دې وړاندې د الف ګروپ په لومړۍ لوبه کې بنګله دېش افغانستان او نيپال هانګ کانګ مات کړي وو.








