کریکټ: افغانستان له پاکستان سره لوبه لري

د عکس سرچینه،
د افغانستان د کریکټ لوبډله بنګله دېش کې له پاکستان سره لوبېږي.
لوبه د افغانستان پر وخت دوولس نیمې بجې پیلېږي.
دا د کریکټ اسیايي اتلولیو په لړ کې د افغانستان درېیمه لوبه ده.
لوبه د بنګله دېش عثمان علي سټډیم کې پیلېږي.
خو دا د پاکستان دویمه لوبه ده.
د افغانستان کریکټ شپږ لوبغاړو دې لوبې ته د چمتووالي په موخه د ډاکې له لوبغاړو سره تمرینونه کړي دي.
په لوبېدونکو افغان لوبغاړو کې محمد نبي هم دی.
په بنګله دېش کې د اسيا جام اتلوليو په لومړنۍ سيالۍ کې سريلانکا پاکستان ته په ۱۲ منډو ماتې ورکړه او د دغو سیاليو لومړنۍ لوبه يې وګټله.
سريلانکا لومړی پچه وګټله او پخپله يې د بېټنګ کولو پرېکړه وکړه، او په ټاکلو ۵۰ اوورونو کې يې د شپږو لوبغاړو په سر ۲۹۶ منډې وکړې.








