کريکټ: پاکستان له سريلانکا د ۵ لوبو لړۍ وګټله

محمد حفيظ ۱۱۳ منډې وکړې او تر اخره ونه سوځېد
د عکس تشریح، محمد حفيظ ۱۱۳ منډې وکړې او تر اخره ونه سوځېد

پاکستان په څلورمه يوه ورځنۍ کرېکټ لوبه کې سريلانکا ته په اتو ويکټو ماتې ورکولو د پنځو لوبو لړۍ وګټله.

تر اوسه د پاکستان او سريلانکا ترمنځ څلور يو ورځنۍ لوبې شوي، چې درې يې پاکستان او يوه يې سريلانکا ګټلې ده.

د متحد اماراتو په ابوظبی کې د دغې لوبې پچه سريلانکا وګټله او پخپله يې لومړی د بېټنګ/ توپ وهلو پريکړه وکړه.

خو پاکستاني توپ اچوونکو/ بالرانو سعيد اجمل او عمر ګل د سريلانکا توپ وهونکو ته اجازه ور نه کړه چې پاکستان ته د منډو ستر هدف وټاکي.

د سريلانکا ټوله لوبډله په ۴۹ اوور کې د ۲۲۵ منډو په کولو وسوځېده.

د دې په ځواب کې د محمد حفيظ د سليزې په برکت پاکستان وتوانېده چې ټاکلی هدف په ۴۲ اوور کې يوازې د دوو لوبغاړو د سوځېدو پر سر پوره کړي.

دا د لوبو په دغه لړۍ/ سريز کې د محمد حفيظ دريمه سليزه وه، چې په ۱۱۳ منډو پرته له سوځېدو ولاړ پاتې شو.

په دغه سريز کې محمد حفيظ د خپلو ټولو منډو شمېر ۴۰۰۰ ته ورساوه.

سعيد اجمل څلور او عمرګل درې مخالف لوبغاړي وسوځول
د عکس تشریح، سعيد اجمل څلور او عمرګل درې مخالف لوبغاړي وسوځول

له محمد حفيظ پرته احمد شهزاد او صهيب مقصود ۴۴ او ۴۶ منډې وکړې او پاکستان يې بري ته ورساوه.

لکمل او ميتهيوز دوه پاکستاني لوبغاړي وسوځول.

تر دې مخکې د سريلانکا د پيل لوبغاړو تېزه لوبه پيل کړه، خو عمر ګل وتوانېده چې په خپل لومړي اوور کې پريرا وسوځوي او لومړۍ کاميابي د پاکستان په برخه کړي.

عمر ګل له لومړۍ ويکټې وروسته د سريلانکا دوه نور لوبغاړي دلشان او چندي مل هم وسوځول او سريلانکا ته سرخوږی جوړ کړ.

تر دې وروسته سريلانکايي توپ وهوونکو لوبه يو څه کابو کړه، خو د پاکستان سوکه/ سپېن بالر سعيد اجمل سريلانکايي بېټسمينان په خپل جال کې راګېر کړل.

د پاکستان له لوري سعيد اجمل څلور، عمر ګل درې او جنېد خان دوه مخالف لوبغاړي وسوځول.