د فيفا په نويو درجه بنديو کې افغانستان شاته شوى

د فوټبال د نړيوالو درجه بنديو په نوي اعلان شوي فهرست کې افغانستان د تېرې مياشتې په پرتله ١١ درجې کښته شوى دى.
د نومبر په مياشت کې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې د خپل تاريخ په ترټولو لوړ مقام ١٢٩ کې ځاى درلود.
خو د دسمبر په نوي اعلان شوي فهرست کې افغان لوبډله په ١٤٠ نمبر ده.
د تيرې مياشتې په ترڅ کې د افغانستان فوټبال لوبډلې سيالۍ نه درلودې او ځينو نورو د نړيوال جام يا د اسيا د اتلولۍ لپاره د غوراوي په لوبو کې بخت ازمويلى و.
د نورو لوبيز فعاليت د دې سبب شوى چې تر افغانستان وړاندې شي.
افغانستان چې سږ کال يې د سويلي اسيا د فوټبال اتلولۍ گټلې وې لا هم تر هند او پاکستان وړاندې دى.
خو د افغانستان نور گاونډيان ايران، ازبکستان، چين، تاجکستان او ترکمنستان مخته دي.
هند په ١٥٤ نمبر او پاکستان په ١٧٢ نمبر دي.
ايران چې د ٢٠١٤ کال نړيوالو اتلوليو ته يې لاره موندلې ده اوس په ٣٣ نمبر دى.
ازبکستان چې له نړيوالو اتلوليو پاتې شو خو د اسيايي اتلوليو د غوراوي له پړاوه بريالى ووت اوس په ٦٨ نمبر راغلى دى.
اسپانيا لا هم په لومړي نمبر او جرمني په دويم مقام کې ليدل کيږي.
د افغانستان د فوټبال مينه وال په دې باور دي چې په ٢٠١٤ کال کې به د دوى ملي لوبډله وغوړيږي.
هلمند ته د سفر پر وخت د برتانيا له لومړي وزير ديويد کيميرون سره د انگلستان پخوانى لوبغاړى مايکل اوين مل و او هغه وړانديز کړى و چې د ده د هېواد او افغانستان ترمنځ دې د فوټبال په ډگر کې همکاري پيدا شي.
افغانستان د اسيا په چيلينج کپ سياليو کې هم د ٢٠١٤ کال په پسرلي کې لوبې کوي او هيله لري چې ښه وځليږي.








