د افغان فوټبال لوبډلې د لوبغاړو لنډ ژوند لیکونه

ځینې دغه رادبره کېدونکي ستوري دننه په افغانستان کې لوبیږي خو یو شمېر نور یې بیا د نړۍ پرمختللو کلبونو کې لوبې کوي.
د عکس تشریح، ځینې دغه رادبره کېدونکي ستوري دننه په افغانستان کې لوبیږي خو یو شمېر نور یې بیا د نړۍ پرمختللو کلبونو کې لوبې کوي.

د افغانستان د فوټبال د ملي لوبډلې د غړو په اړه په رسنیو کې ډېر معلومات نه دي خپاره شوي. ځینې دغه رادبره کېدونکي ستوري دننه په افغانستان کې لوبیږي خو یو شمېر نور یې بیا د نړۍ پرمختللو کلبونو کې لوبې کوي.

زموږ همکار خوشحال تایب د افغانستان د ملي لوبډلې د یو شمېر غړو لنډ ژوند لیک راخیستی دی.

د افغانستان د ملي لوبډلې د زیاتره لوبغاړو عمرونه د ۲۱ او ۲۷ کلونو تر منځ دي، له هغې ډلې:

اسلام الدین امیري:

اسلام الدین امیري د لوبډلې کپټان دی، چې تر ډېره د دفاع په کرښه وي، اسلام الدین د ښې تجربې لرونکی دی چې ځینې وخت د لوبغالي په سنټر یا مرکز کې هم لوبیږي. ښاغلی امیري د ۱۹۸۷ کال د می په دویمه نېټه زېږېدلی دی. هغه وکولای شول چې خپل لوبډله د اسیا جنوب اتلولۍ ته ورسوي. ښاغلي امیري په هند کې هم د فوټبال ډېرې لوبې کړې دي.

محمد یوسف مشرقي:

یوسف مشرقي چې د لوبغالي د منځ او برید په برخو کې لوبیږي، هم یو څه موده په هند کې تېره کړې. ۲۶ کلن یوسف مشرقي د جنوبي اسیا په وروستیو اتلولیو کې خپله ښه وړتیا وښووله او ګولونه یې هم ووهل.

بلال ارزو:

بلال ارزو د افغان ملي لوبډلې بریدګر لوبغاړی دی، دغه ۲۴ کلن لوبغاړی چې په بهر کې ژوند کوي د افغان فوټبال لوبډلې لپاره یې نهه ګولونه وهلي، د بلال د ښې لوبې له کبله زیاتره افغانان د هغه له نوم سره بلد دي.

مجتبی فیض:

د دفاع د کرښې لوبغاړی دی، دغه ځوان چې د شاهین اسمايي په کلب کې لوبیږي د ۱۹۸۹ کال د نومبر په ۲۱ نېټه زېږېدلی دی.

مصطفی ازاد زوی:

۲۱ کلن مصطفی ازاد زوی د جرمني په اپهوسن کلب کې لوبیږي. ښاغلي ازاد زوی د افغانستان د ملي لوبډلې لپاره درې ګولونه وهلي چې وروستی هغه یې د جنوبي اسیا د اتلولۍ په پایلوبه کې و، چې د هند په وړاندې یې وواهه.

احمد ارش عاطفي:

دغه ځوان لوبغاړی د ۱۹۸۶ کال د مارچ په ۱۳ نېټه زېږېدلی. د امریکا په بې ایریا لوبډلې کې هم لوبیږي. دغه ۲۷کلن لوبیز ژوند کې شپږ ګولونه وهلي دي.

منصور فقیر یار:

افغان ګول ساتونکی منصور فقیریار ۲۷ کلن ځوان لوبغاړی دی، چې په وروستیو سیالیو کې یې نوم ډېرو افغانانو واورېد. فقیر یار د جنوبي اسیا د اتلولۍ په سیالیو کې وکولای شول چې د افغانستان د ګول ښه ساتنه وکړي. فقیر یار د جرمني په اولډنبرګ کلب کې هم لوبیږي.

سنجر احمدي:

د فوټبال د ډګر د منځنۍ برخې لوبغاړی دی، سنجر د ۱۹۹۲ کال د فبرورۍ په لسمه نېټه زېږېدلی دی. د افغانستان لپاره یې درې ګولونه وهلي دي. دغه یوویشت کلن ځوان هم د جرمني په یوه کلب کې لوبیږي.

مصطفی حدید:

مصطفی حدید چې د جرمني په التونا کلب کې هم لوبیږي د ۱۹۹۳ کال د اګست په ۲۵ نېټه زېږېدلی دی. پنځه ویشت کلن حدید د افغان لوبډلې لپاره درې ګولونه کړي دي او د لوبغالي مرکزي لوبغاړی دی.

صدیق ولي زاده:

دغه فوټبالر د ۱۹۹۳ کال د فبرورۍ په ۲۵ زېږدلی چې د هالند این بي ایس وي وي کلب کې لوبیږي.

حمیدالله یوسفزی:

۳۱ کلن یوسفزی د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې په جوړښت کې ګول ساتونکی دی. ښاغلی یوسف زی د شاهین اسمايي په کلب کې لوبیږي او د افغانستان لپاره یې د فقیر په شان ښه ګول ساتنه کړې ده.

حشمت الله بارکزی:

حشمت الله بارکزی د ملي لوبډلې له چټکو او با تدبیره بریدکوونکو له ډلې دی چې ۱۹۸۷ کال د اګست په ۲۶ زېږدلی دی. حشمت بارکزي د افغان ملي لوبډلې لپاره دوه ګولونه کړي دي.

د لوبډلې روزونکی محم یوسف کارګر:

یو پنځوس کلن محمد یوسف کارګر د افغانستان د ملي لوبډلې یو له پیاوړو روزنکو بلل کېږي او په ۲۰۰۱ کال کې د افغان ځوانانو لوبډلې روزنه پر غاړه واخیسته. ښاغلي کارګر په سر کې د سکي لوبه کوله خو وروسته یې فوټبال ته مخه کړه.