افغانستان فوټبال کې سري لانکا ته ماتې ورکړه

- Author, خوشحال تایب
- دنده, کابل
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې د سري لانکا لوبډلې ته هم ماتې ورکړه.
د چهارشنبې ورځې په لوبه کې سري لانکايي لوبډلې له سره بریدونه پیل کړي وو، خو افغان لوبډلې ښه لوبه کوله.
د لوبې څخه ۳۷ دقیقه کې د سري لانکا لوبډلې خپل لومړنی او یوازېنۍ ګول وواهه. وروسته تر هغه افغان لوبغاړو پر له پسې بریدونه کول خو ویې نه شو کولای چې ان لږتر لږه لوبه مساوي کړي.
او د لوبې لومړۍ نیمايي یو صفر پای د سري لانکا په ګټه وه.
خو د لوبې په دویمه نیمايي کې افغان لوبډلې له سره بریدونه پیل کړل، د لوبې څخه یواځې څو دقیقې تېرې وې چې افغانستان د پنالټي خاوند شو، خو بلال آرزو ونه توانېد په ګول یې بدله کړي.
خو نهه دقیقې وروسته افغان لوبډلې د رفیع بارکزي په ګول سره لوبه مساوي کړه.
د سریلانکا لوبډلې هم څو بریدونه وکړل خو ویې نه شو کولای چې کوم ګول ووهي.
لومړي ګول افغان لوبغاړي نور هم زړور کړل، او د لوبې په ۷۶ دقیقه کې اسلام ادلین امیري دویم ګول وکړ او لوبه دوه – یو د افغانستان په ګټه شوه.
د لوبې د پای په شیبو کې افغان لوبغاړي حشمت الله بارکزي یو بل ښکلی ګول هم وکړ چې په دې سره لوبه درې - یو د افغانستان په ګټه پای ته ورسېده.
دغه سیالۍ د جنوبي اسیا اتو هېوادونو افغانستان، هند، پاکستان، سریلانکا، بوټان، مالدیپ، بنګله دیش او نیپال ترمنځ د سرو زرو کپ په نوم روانې دي.
افغان لوبډلې په خپل بي ګروپ کې خپلې دواړه لوبې ګټلې دي او په راتلونکو ورځو کې به مالدیپ له لوبډلې سره ولوبېږي.
افغانستان وړاندې بوټان ته هم ماتېورکړې وه.
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د هندوستان نوي ډیلي ۲۰۱۱ سیالیو اووم پړاو کې هم لوبېدلې وه، چې بوټان او سري لانکا ته یې ماتې ورکړه، خو د کوربه هندوستان مقابل کې نیمه پایلوبې ته ووت.








