د اروپا اتلانو ليګ اتلولي بايرن ميونيخ وګټله

د جرمني بايرن ميونيخ فوټبال کلب د اروپا اتلانو ليګ اتلولي وګټله.
بايرن ميونيخ د شنبې پر ورځ (مې ۲۵ مه) د لندن وېمبلي سټېډيم کې د خپل بل جرمني کلب فوټبال لوبډلې ته د ۱ په مقابل په ۲ ګولونو ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
بايرن د دريو مخکينيو پايلوبو دوه بايللې وې، خو سږ کال يې د هالنډي بريدګر لوبغاړي ارجن روبن په ګول پايلوبه وګټله.
بايرن له وړاندې د جرمني ليګ (بونډس ليګ) ګټلی او که يې راتلونکې څو ورځو کې د جرمني کپ اتلولي وګټله، نو ورسره به يې دری ستر بري بشپړ کړي وي.
د بي بي سي خبريال سټيو ايونز د جرمن پلازمېنې برلېن بارونو کې د دغه هېواد دواړو کلبونو مينه وال کتلي او له هغه ځايه په خپل راپور کې وايي د اروپا اتلانو ليګ پايلوبې پيل سره چې لومړی ځل يې دواړه سيالې خواوې جرمنۍ وې، د برلېن او کېدی شي د جرمني هر بل ښار سړکونه تش شوي وو.
رسټورانتونو کې سترې ټلوزيونی پردې لګېدلې وې، بارونه له خلکو ډک شوي وو.

بايرن ميونيخ تېره پايلوبه ۱۲ مياشتې وړاندې چېلسي ته په پېنلټيو وبايلله، خو پرونۍ پايلوبې ګټلو، که څه هم د خپل هېواد له کلب لوبډلې وه، پنځم ځل و، چې د اروپا اتلانو ليګ اتولي ګټي.
تر دې مهاله د دغې اتلولۍ تر ټولو زيات ګټونکی د اسپانيا ريال مډريډ، چې نهه ځله يې ګټلې او ورپسې د ايټاليا اې سي ميلان راځي چې د اوو پيلوبو ګټلو سره يې دغه اتلولی خپله کړې ده.








