د انگلستان فوټبال ستورى بيکهم له لوبې لاس په سر شو

بيکهم له لوبې څخه د لاس په سر کېدا پر وخت وويل: " غواړم د خپلې لوبې د اوج پر مهال نور دا لوبه پرېږدم."
د عکس تشریح، بيکهم له لوبې څخه د لاس په سر کېدا پر وخت وويل: " غواړم د خپلې لوبې د اوج پر مهال نور دا لوبه پرېږدم."

٣٨ کلن ډیویډ بيکهم ناڅاپي په فرانسه کې اعلان وکړ چې د روان لوبيز کال په پائ کې به نوره لوبه نه کوي.

بيکهم د انگلستان د ملي لوبډلې پخوانى کپتان او يو له خورا مشهورو لوبغاړو دى چې له خپل هېواد پرته يې په اسپانيا، ايتاليا، فرانسه او امريکا کې هم لوبې کړي دي.

دۀ پنځه مياشتې وړاندې د فرانسې له شتمن کلب پري سن جرمه سره تړون لاسليک کړ خو ويې ويل چې ترلاسه کوونکې ټولې پيسې به د خير ښېگڼو په کار لگوي.

بيکهم په لوبو کې يو له خورا شتمنو لوبغاړو دى چې د رپوټونو ترمخه يې شتمني په لسگونو ميليونو ډالرو نه اوړي.

دۀ خپل لوبيز ژوند د انگلستان مشهور کلب مانچستر يوناتيډ څخه پيل کړ او د ملي لوبډلې لپاره ١١٥ ځله ولوبېدۀ.

خو له مانچستر څخه د اسپانيا ريال مادريد ته ولاړ او له هغه ځايه د امريکا ايل اې گلاکسي کلب کې تر څو کلونو ولوبېدۀ.

دۀ د ايتاليا په ميلان کې هم لوبې وکړې او د فرانسې اوسنى اتل کلب يې وروستۍ لوبډله وه.

بيکهم له لوبې څخه د لاس په سر کېدا پر وخت وويل:

" غواړم د خپلې لوبې د اوج پر مهال نور دا لوبه پرېږدم."

په خپل ٢٠ کلن لوبيز ژوند کې بيکهم ټول ټال ١٩ اتلولۍ وگټلې چې لس يې د بيلا بيلو هېوادونو د ليگ اتلولۍ وې.

دى يوازينى انگريز لوبغاړى دى چې په څلورو هېوادونو، انگلستان، اسپانيا، ايتاليا او فرانسه کې يې ليگ اتلولۍ گټلي دي.

ډیویډ بيکهم په ١٩٩٦ کال کې په لومړي ځل د ملي لوبډلې لپاره لوبه وکړه او څلور کاله وروسته يې کپاني په غاړه شوه چې تر شپږو کالو پورې يې دوام وکړ.

دى لومړنى انگريز لوبغاړى و چې په درو نړيوالو اتلوليو کې ولوبېدۀ.

ډیویډ بيکهم به اوس په دوو نورو لوبو کې د پري سن جرمه له خوا لوبه کوي او له هغه وروسته به يې لوبيز ژوند پائ ته رسېږي.

په روان لوبيز کال کې د انگلستان دوو نورو لوبغاړو مايکل اوين او پول سکول هم د تقاعد اعلان وکړ.

د دوى او ډیویډ بيکهم پخوانى روزونکى سر اليکس فرگيسن هم په همدې ورځو شپو کې له روزنې لاس واخيست.