د شاه رخ خان لوبډلې د هند د پریمیر لیګ اتلولي وګټله

د لوبې غوره لوبغاړی بیسلا و ټاکل شو.

د عکس سرچینه، n

د عکس تشریح، د لوبې غوره لوبغاړی بیسلا و ټاکل شو.
    • Author, جعفر هاند
    • دنده, کابل

د هند د پریمیر لیګ آی پي ایل لوبو د پنځم پړاوو د اتلولي جام د بالیوډ د وتلي ستوري شاه رخ خان لوبډلې کلکته نایټ رایډرز پورته کړ.

کلکته نایټ رایډرز د دغو اتلولیو پخواني اتل چنای سوپر کنګز ته حیرانوونکې ماتې ورکړه، چنای سوپر کنګز دوه وارې د هند د پریمیر لیګ اتل پاتې شوی و.

که څه هم پایلوبه د ماتې شوې لوبډلې په کور چنای ښار کې وه خو، خپل کورني لوبغالي او د زرګونو مینوالو شتوالي چنای سوپر کنګز له ماتې و نشوه ژغورلې.

د چنای سوپر کنګز کپټان مهندر سنګ ډوني د پچې له ګټلو وروسته وار له واره منډې جوړول پیل کړل، لومړنیو منډه جوړونکو یې هم له هیلو سره سم ښې منډې جوړې کړي او مخالف لوبډلې لپاره یې د ۱۹۰ منډو لوړ هدف وټاکه.

سوریش رینا ۷۳ رنزونه،میکل هسې ۵۴ او مورلي ویجی ۴۲ رنزونه وکړل.

د دغه لوبې د لیدلو لپاره د هند یو شمېر وتلي سینمايي ستوري او د شاه رخ نژدې ملګري هم ورغلي و.

په شلو اورونو کې د ۱۹۰ رنزونو هدف خورا لوړ ګڼل کیږي خو ددغې لوبې جوړښت او تیزوالي ته په کتو په تېر کې تر دغو رنزونو لوړ هدف هم ترلاسه شوی دی.

د کریکټ د چارو د شنونکو باور دا و، چې دغه لوبه ۷۰٪ فیصده د چنای سوپر کنګز په لاس کې ده او دا وړاندوینه هغه مهال نوره هم پر یقین بدلیدونکې شوه چې د کولکته نایټ رایډرز کپټان ګاتم کمبیر په لومړي اور کې په ۲ رنزونو وسوځېد.

خو د کولکتي نایټ رایډرز ځوان منډه جوړونکي من ویندر بیسلا ۸۹ رنزونه او د جیک کالیز ۶۹ رنزونه و چې د شاه رخ ټیم یې په لومړي ځل اتل کړ. د لوبې غوره لوبغاړی بیسلا و ټاکل شو.

د هند د ای پي ایل لوبې هر کال کیږي، سږ کال په کې د هند نهه وتلې لوبډلې وې خو تېر کال لسو لوبډلو په کې برخه اخیستې وه.

د ای پي ایل لوبې اوس د کریکټ په نړۍ او په خاص ډول په هند کې په یوې لويي سوداګرۍ بدله شوې ده. په آی پي ایل کې د هند د کورني کریکټ پر لسګونو ځوانو لوبغاړو سربېره د نړۍ د یو شمېر وتلیو هیوادونو مشهور لوبغاړي هم لوبیږي.

په سږنیو لوبو کې کریز ګیل تر ټولو ډېرې منډې۷۳۳ وکړې او مورن مورګل تر ټولو ډېرې ۲۴ ویکټي
د عکس تشریح، په سږنیو لوبو کې کریز ګیل تر ټولو ډېرې منډې۷۳۳ وکړې او مورن مورګل تر ټولو ډېرې ۲۴ ویکټي

د آی پي ایل تر پېلېدو څو میاشتې د مخه د ټیمونو لپاره لوبغاړي پېرودل کیږي، د لوبغاړو پېرودنکي د بالیوډ پر ځېنو وتلیو ستوریو لکه شاه رخ خان او پریټي زینټا سربېره د دغه هېواد لوی او ستر پانګوال وي.

آی پي ایل اوس په نړۍ کې ډېر لیدونکي لري، او د هند د کریکټ بورډ چارواکي دغه بهیر د خپلې ملي لوبډلې لپاره د نویو او با استعداده لوبغاړو د پېدا کولو او ځوانو استعدادونو ته د وده ورکولوغوره لار ګڼي. د ای پي ایل سږنۍ لوبې د د ۲۰۱۲ کال د اپریل په ۴ نېټه پېل شوې وې او د مۍ په ۲۷ نېټه پای ته ورسېدې.

په سږنیو لوبو کې کریز ګیل تر ټولو ډېرې منډې۷۳۳ وکړې او مورن مورګل تر ټولو ډېرې ۲۴ ویکټې واخیستې.