کریکټ: افغانستان چین ته ریکارډ ماتې ورکړه

افغان کریکټ لوبغاړي
د عکس تشریح، افغان تنیو ځوانانو چین ته په ماتې ورکولو سره د شپاړلس کلونو ایلټ کپ سیالو ته لار ومونده‎.
    • Author, مصطفى سالک
    • دنده, کابل

د پاڼۍ د پيل پچه د افغانستان په نامه راووته، چې په ټاکل شويو څلوېښتو اورونو کې يې د خپلو څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره درې سوه او اته پنځوس منډې وکړې او افغان توپ وهونکي خورا ښه وځلېدل.

طارق خان دري اتيا منډې وکړې، او نا سوځېدلی ووت، دويم ناسوځېدلی لوبغاړى عمران خان وو چې خپله پنځوسيزه يې بشړه کړې وه.

همدا راز پرويز خان نهه اويا او عبدالصبور اته شپيته منډې وکړې.

د توپ غورځونې په برخه کې افغان لوبغاړي نوين الحق پنځه، او شفيع الله محمد دوه تنه لوغاړي وسوځول.

د افغان کریکټ بورډ وياند نصرت وفا د افغان لوبډلې تر بري څو شيبې وروسته بي بي سي ته وويل د ا ريکارډ برى ښيي چې افغانان د کريکټ په برخه کې لوړې وړتياوې لري.

دغه لوبې چې په تايلنډ کې روانې دي، د افغانستان په گډون په کې د شپږو هېوادونو مالديو، بوتان، عربي متحده اماراتو ، چين او قطر لوبډلې برخه لري.

افغانستان مالديو، بوتان امارات او چين مات کړل او وروستۍ لوبه به يې سبا نه بل سبا (جمعه، مارچ ۹) له قطر سره وي.

ایلیټ جام

خو افغان کریکټ بورډ وايي چې د شپاړس کلنو لوبډلې په تېر بري سره د اسياسي هېوادونو د شاړس کلنو لوبغاړو د لوبډلو ايليټ کپ ته لاره پرانسته.

د کریکټ مينه وال وايي چې د ١٦ کلنو ملي لوبډلې کوم بري خپل کړل، د افغانستان د کریکټ د روښانه راتلونکي څرگندويي کوي.