مصباح: افغان کريکټ لوبډله بايد نورې لوبې هم وکړي

د عکس سرچینه، Getty
له افغانستان سره په لومړي ځل د رسمي يو ورځنۍ نړيوالې لوبې تر پيل يوه ورځ وړاندې د پاکستان د کريکټ د ملي لوبډلې کپتان مصباح الحق وايي افغانستان بايد نورې لوبې هم وکړي.
مصباح الحق وويل که د افغانستان په څير رادبره کيدونکې لوبډلې له لويو ټيمونو سره لوبې وکړي نو په خپل قوت په پوى شي.
دۀ دا هم وويل چې له دغه ډول لوبو څخه د افغانستان لوبډله پوهيدلى شي چې څه اړتياوې لا هم لري.
افغان کپتان نوروز منگل دا لوبه د دواړو هيوادونو د کريکټ لپاره تاريخي وبلله.
نوروز منگل دا هم وويل چې د پاکستان د سپېن يا ورو بالرانو لپاره دوى چمتو دي او ښه لوبه به ورسره کوي.
افغانستان په ٢٠٠٩ کال کې د رسمي يو ورځنيو نړيوالو لوبو دريځ خپل کړ.
خو له هغه راهيسته دا لومړى ځل دى چې د نړۍ په لويو لسو کريکټ هيوادونو کې افغان لوبغاړي له چا سره يوه ورځنۍ لوبه کوي.
افغان لوبغاړو په دې موده کې شل اوريزې لوبې وکړې او د ډيرو د ستاينې وړ وو.
افغانستان د ٢٠١٠ کال په شل اوريزو نړيوالو اتلوليو کې له هند او سويلي افريقا سره لوبې کړې وې.
د افغانستان د کريکټ وتلي لوبغاړي حميد حسن د بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته د ځانگړي کالم ليکلو پر وخت د جمعې د ورځې ( د فبروري لسمه) لوبه خوب بللى و.
د پاکستان کپتان مصباح الحق خبريالانو ته وويل چې د افغانستان لوبغاړي د دۀ په وينا ښه مبارزين دي.
پاکستاني کپتان د افغان لوبغاړو فيلډينگ يا په ميدان کې د توپ ټولولو چاره هم ډيره ښه وبلله.
مصباح الحق د افغانستان له يوۀ کلب سره چې د افغان چيتا په نامۀ و په کراچۍ کې يوه شل اوريزه لوبه تير کال کړې وه.








