افغانستان او پاکستان ۳ ورځنیو سیالیو ته لوبډلې وټاکلې

د دواړو هېوادونو سیالۍ به د مرۍ له ۲۵مې تر ۲۹مې پورې د پاکستان په درو جلا ښارونو کې دوام وکړي.
د عکس تشریح، د دواړو هېوادونو سیالۍ به د مرۍ له ۲۵مې تر ۲۹مې پورې د پاکستان په درو جلا ښارونو کې دوام وکړي.

پاکستان له افغانستان سره د درو ورځنيو کريکټ لوبو لپاره له خپله اړخه لوبډله اعلان کړه.

د افغانستان د کریکټ بورډ هم دغو سیالیو ته خپله لوبډله اعلان کړې ده.

په پام کې ده چې د روانۍ مۍ میاشتې پر ۲۳مه به افغان کریکټ لوبډله پاکستان ته د درو ورځنیو سیالیو په موخه وخوځېږي.

د دواړو هېوادونو سیالۍ به د مۍ له ۲۵مې تر ۲۹مې پورې د پاکستان په درو جلا ښارونو کې دوام وکړي.

د افغاننستان د کریکټ ملي لوبډلې ټاکل شوي لوبغاړي:

  • نوروز منګل
  • محمد نبي
  • کریم صادق
  • محمد شهزاد
  • نور علي
  • محمد اصغر
  • جاوېد احمدي
  • سمیع الله شینواری
  • میرویس اشرف
  • حمید حسن
  • شریف ځدراڼ
  • عزت الله دولت زی
  • دولت ځدراڼ
  • شبیر نوري
  • ګلبدین نایب
  • نسیم الله خان

د پاکستان د ١٥ کسيزه لوبډلې مشري چپ لاسي تيز بالر سهيل تنوير ته ور کړل شوې.

د افغانستان د کریکټ بورډ د چارواکو په وینا ، دغه لوبې د پاکستان په درو ښارونو لومړى لوبه د مۍ پر ٢٦ د فيصل اباد په اقبال سټډیم کې دویمه لوبه د مۍ پر ٢٧ په راولپينډۍ ښار کې او درېيمه لوبه په ايبټ اباد ښار کې د مۍ پر ٢٩ نېټه ترسره کېږي.

د ٢٠٠٩ کال له مارچ راهيسې چې په لاهور کې د سريلانکا پر لوبډلې له تر هگريز بريد وروسته افغانستان لومړنۍ بهرنۍ لوبډله ده چې پاکستان ته سفر کوي.

افریدی او مصباح

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، د ٢٠٠٩ کال له مارچ راهيسې چې په لاهور کې د سريلانکا پر لوبډلې له تر هگريز بريد وروسته افغانستان لومړنۍ بهرنۍ لوبډله ده چې پاکستان ته سفر کوي.

د پاکستان ډېر لوبغاړي د الف لوبډلې دي او يو شمېر په نړيوالو لوبو کې هم لوبېدلي لکه وتلى ويکټ ساتونکى سرفراز خان، شرجيل خان، او يو شمېر نور.

د لوبډلې کپټان سهيل تنوير هم تېر کال په نوي زيلانډ کې له کوربه هېواد سره د يوې ورځنۍ لوبې په ترڅ کې ټپي شو او زنگون يې عمليات شو پر همدې اساس په نړيوالو لو بو کې له گډونه هم بې برخې شو.

د افغانستان د لوبډلې کپټاني دا ځل بيا هم نوروز منگل ته ورکړل شوې او د افغانستان ملې لوبډلې کې هم يو شمېر نوي ځوانان ځاى شوي دي.