بي بي سي پښتو ډات کام

د عمان ټوله لوبډله يوازې د ٥٩ منډو په جوړولو په ٣٦ اوور کې وسوځيده .
د اسيا د کريکټ شورا له خوا د نړيوالو اتلوليو د غوراوي د لومړي پړاو په دويمه لوبه کې افغان لوبغاړي بيا هم هغسې برلاسي ول لکه په لومړنۍ لوبه کې چې له تايلنډ سره ثابت شوي وو .
دا ځل عمان پچه وگټله او لومړى يې خپله منډو ته زړۀ ښه کړ .
د افغانستان تيز بالر افتاب عالم چې په لومړۍ لوبه کې درې کسه سوځولي و دا ځل تر هغه هم ډير وځليد .
زلمي افتاب عالم يوازې د ١٢ منډو په بدل کې اته کسه وسوځول .
په نړيوالو لوبو کې دا د کوم افغان بالر تر ټولو ښه لوبه ده .
د افتاب عالم تيز بالينگ ته د عمان لوبغاړي داسې ښکاره شول لکه د غرونو تيزو او څپاندو اوبو ته د شگو ډيرى .
افتاب دومره برلاسى و چې عماني لوبغاړو يې هيڅ ځواب نه لارۀ .
د عمان ټوله لوبډله يوازې د ٥٩ منډو په جوړولو په ٣٦ اوور کې وسوځيده .
په ځواب کې د هشمت شهيدي خوندورو او زړۀ راکښوونکو ٣٥ منډو افغانستان ته په ١٣ اوور کې برى په برخه کړ .
هشمت الله شهيدي د شپږو څلوريزو په مرسته منډې وکړې خو د پيل خپل ملگرى نجيب الله ځدراڼ يې ژر له لاسه ورکړ .
د گروپ د پړاو پاتې دوه لوبې له نيپال او متحدو عربو اماراتو سره دي چې هغه به د تايلند او عمان په څير اسانه نه وي خو د افتاب او نورو لوبغاړو وړتيا ته په پام سره افغان لوبغاړي د بري هيله کولى شي.
* اړينې برخې په نخښه کوي
ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي
BBC © 2014.بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي
.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .