
حميد حسن د لوبې په لومړۍ ورځ پنځه لوبغاړي وسوځول
سکاتلند په دويم نوبت کې : ٦٤ منډې ٦ سوځيدلي ، سميع درې کسه سوځولي ، حميد حسن دوه کسه سوځولي ( دويمه ورځ پاى ته ورسيده)
د سکاتلند ټوله برلاسي : ١٠٥ منډې څلور لوبغاړي لا ورسره شته
افغانستان په لومړي نوبت کې : ١٧١ منډې ١٠ لوبغاړي سوځيدلي
سکاتلند لومړى نوبت : ٢١٢ ټول لوبغاړي سوځيدلي
د دويمې ورځې لوبه
د لوبې د دويمې ورځې په پاى کې يوه خبره روښانه شوه او هغه دا چې دا لوبه ارو مرو گټونکى لري .
مساوي کيدل يې اوس خورا گران دي .
افغانستان که دا لوبه مساوي هم کړي بريالى به وي .
د ورځې په پيل کې افغانستان نهه لوبغاړي لرل او تر سکاتلند يو سلو څو نوي منډې شاته و .
افغان منډه جوړونکو بې له کپتان نوروز منگل نه نورو څه ونه کړل .
لوبه يې داسې روانه کړې وه لکه يوه ورځنۍ يا شل اوريزه چې کوي .
١٧١ منډو باندې ټوله لوبډله وسوځويده .
سکاتلند په ښه دريځ کې و خو د سميع الله شينواري ښه باليگ دوى را ټينگ کړل .
د ورځ په پاى کې سکاتلند يوازې ٦٤ منډې درلودې او شپږ لوبغاړي يې سوځيدلي و.
خو د لومړي نوبت لاسبري ته په پام سره د دوى ټولې منډې اوس ١٠٥ دي .
د لوبې په دريمه ورځ بايد افغان لوبډله ژر تر ژره پاتې څلور لوبغاړي وسوځوي .
که چيرې سکاتلند دوو سوو ته نژدې هدف وټاکۀ نو افغان لوبډلې ته به گټل گران وي خو ناممکنه به نه وي .
حميد حسن شپږم کس بولډ اوټ کړ
يوازې دوه نور اوورونه پاتې دي
ميرويس اشرف په لومړي ځل راغى ، د سميع پر ځاى به بالينگ کوي
د دويمې ورځې يوازې څلور نور اوورونه پاتې دي ، که سکاتلند پکې نور لوبغاړي له لاسه ورنه کړل خوښ به وي خو افغانان که نورې منډې ورنه کړي او بل څوک وهم نه سوځوي خوښ به وي .
صالح محمد غزنوي له کراچۍ : سکاتلنديان بايد ډيرو منډ ته پرېنښوول شي ځکه چې په دويم نوبت کې مندې اسانه نه دي ( خبره دې د منلو وړ ده خو عمل به پرې گران نه وي ؟)
د سکاتلند ټوله برلاسي اوس تر سلو منډو واوښته
وروسته له ډيره وخته پر سميع منډې واخيستل شوې
د حميد او سميع په بالونو سکاتلنديان نه پوهيږي خو په يو نه يو ډول ژغورل شوي که نه نو داسې بالينگ بايد سوځولي واى
د حميد حسن توپ ډير تيز او خوځيدونکى دى سکاتلندي لوبغاړي نه پرې پوهيږي خو بخت ورسره ياري کوي
سميع الله شينواري په ١٣ اوورونو کې يوازې ١١ منډې ورکړي او درې لوبغاړي يې سوځولي دي
د سميع په توپ يو سخت کيچ ولويد
سکاتلند د لومړي نوبت له لاسبرۍ سره ټول ټال اوس ٩٧ منډې لري او پنځه لوبغاړي ورسره دي ، په لومړي نوبت کې دوى په ٩٧ منډو اته لوبغاړي له لاسه ورکړي و
سميع د ايل بي ډبليو اپيل وکړ خو لوبڅار ياري ونه کړه
سميع الله شينواري په ١١ اوورونو کې ١١ منډې ورکړي او درې کسه يې سوځولي دي
دا د سکاتلند لپاره تر ټولو لوى گوزار و
حميد حسن نيل ميکلم کيچ اوټ کړ ، شهزاد کيچ ونيوۀ
د دويمې ورځې ١١ اوورونه پاتې دي ، افغانستان بايد د مکلم د سوځيدا هڅه وکړي ک هغه لاړ ښايي سکاتلند ډير ټنگ نه شي
د نبي پر ځاى تيز بالر راغى ، لکه چې حميد حسن دى
نيل ميکلم ولاړ دى
سميع الله شينواري څلورم کس کيچ اوټ کړ ، کيچ نوروز منگل ونيوۀ
نوى لوبغاړى نيل ميکيلم دى چې ه لومړي نوبت کې يې ١٠٤ ناسوځيدلې منډې کړې وې
د سکاتلند دريم کس رن اوټ شو
سکاتلنديان په دې باور دي چې که د ٢٥٠ نه ډيرې منډې ولري نو په دويم وار يې افغان لوبغاړي نه شي پورته کولى ، تاسو پکې څه واياست ؟
صالح محمد غزنوي له کراچۍ : نبي بايد ارام وکړي په تيرو څو لوبو کې يې ښه لوبه نه ده کړې .
د سکاتلند دوو ولاړو لوبغاړو په ١١ اوورونو کې يوازې ١٢ منډې کړي دي
محمد الله څمکنى له اوکراين نه : افغان لوبغاړي بايد په دويم وار کې له احتياط نه ار واخلي په لومړي ځل يې تيزه لوبه کوله .
د عبدالله پر ځاى نبي راغى
جان محمد له اتريش نه : شهزاد ښه پوهيږي دا د انسان فطرت دى چې کله غصه کله خوشاله وي
د دويمې ورځې ١٥ نور اوورونه پاتې دي
عبدالله مزارى منډې نه ورکوي خو خطرناک هم نه ښکاري ، سميع بيا خطرناک ښکاري
د رن اوټ اپيل وشو خورا نژدې و خو سکاتلندى لوبغاړى بچ شو
شهزاد د کيچ لوى اپيل وکړ خو ونه منل شو
نثار احمد خنجانى له کابله : افغان بالران دې کوشش وکړي چې په دويم ځل ښه بالينگ وکړي ( دوى نو بيا کله ويل چې نه يې کوو )
ميرويس په لومړي وار د سکاتلند درې د سر لوبغاړي سوځولي و
د سکاتلند په دويم نوبت کې لا تر اوسه ميرويس اشرف او نبي بالينگ نه دى کړى
واټس د نوروز په کيچ سميع الله شينواري وسوځاوۀ
احمد له مانچشتره : شهزاد بايد په ميدان کې خپل چال چلند سم کړي دۀ په چين کې له پاکستاني لوبغاړو سره هم جنگ کاوۀ
عبدالله مزارى راغى ، حميد حسن له اوو اوورونو وروسته ارام کوي
د کيچ اپيل ونه منل شو د سکاتلند فريزر له شهزاد سره په غصه خبرې کوي
شبير احمد له دوبۍ : په دې لوبه کې ټول لوبغاړي بايد وسوځيږي او که اوورونه هم په شمار دي ؟ ( دا پنځه ورځنۍ لوبه ده هره لوبډله دوه نوبته لري )
د سکاتلند سوځيدلى لوبغاړى مومسن د سميع په توپ شارټ ونه واهۀ او توپ مخامخ د دۀ په پښه ولگيد او لوبڅار وروسته له درو نا منل شويو اپيلونو څلورم ومانۀ
سميع الله شينوارى لومړى کس په خپل لومړي اوور کې ايل بي ډبليو اوټ کړ
سميع الله شينوارى د شاپور پر ځاى راغى او وار له واره يې د ايل بي ډبليو اپيل وکړ خو ونه منل شو
عثمان له فرانکفورت نه : دا منډه جوړونکي مزه نه لري بايد نوي ځوانان راوستل شي ( پريکړه مو تر برېښنا چټکه وه )
ولي شينواري له جلال اباده : د افغانستان نورې لوبې له چا سره دي ؟ ( افغان کريکټ بورډ وايي په راتلونکي عيسوي کال کې هڅه کوي چې په دوبۍ کې له کانادا او اماراتو سره د لوبو تابيا وکړي ، له هغه پرته د شل اوريزو نړيوالو اتلوليو د غوراوي لوبې هم په دوبۍ کې کيدونکې دي )
لطيف سهاک له مزار شريف نه : د نور علي ځدراڼ نشتوالى لوى گوزار دى ( دا درسره منو خو نور لوبغاړي هم بد نه و )
د حميد حسن په توپ بيا د ايل بي ډبليو اپيل وشو خو لوبڅار ونه مانۀ
عزيز الحق له اوسلو ناروې : دوى ( افغانانو ) خو داسې لوبه وکړه لکه يوه ورځنۍ لوبه چې کوي .( بيړه به يې وي )
شبير احمد له دوبۍ : چیری یاست یارانو په دی لوبه کی مو درک نشته د لوبی ژوندی حال نه راکوی خیرت خو به وی که څه هم زه په دوبی کی یم او تیر ورځ میدان هم ورغلی وم خو ستاسو راپو بیا بیل خوند لری هله کوم چی د دا نورو لوبو ژوندی حال راته خپور کړی او زموژ پوشتنو ته ځواب راکړی. زما په ګومان د واوری بی وخته اوریدو تاسو هم له کار څخه غورځولی یاست که څنګه . په تاسف سره چی دا لوبه موژ وبایلله خو خیر د راتلونکی لوبی لپاره باید دعا وی وکوو ( موږ دلته يوو ، لوبه لا نه ده بايلل شوې لا درې ورځې شته او گوره که په دويم نوبت کې څه کيږي ، مايوسي گناه ده ، نه دې دي اوريدلي)
کاف عزيز له لندنه: بالران مو ښه دي خو بيټسمينان څه کوي
فرهاد له کابله : نبي او سميع د افغانستان د بيټنگ ملا ماته کړه دوى ښه لوبه ونه کړاى شوه
شاپور ځدراڼ دويم اوور کوي ، د حميد په لومړي اوور کې کومه منډه ونه شوه
حميد حسن په دويم توپ د ايل بي ډبليو لوى اپيل وکړ خو لوبڅار ورسره ونه منله
حميد حسن په دويم ځل د افغانستان له لورې بالينگ پيلوي
د افغانستان د منډو رپوټ
د دوبۍ ميدان د افغان لوبغاړو په وينا منډو ته جوړ و خو دوى پکې منډې ونه کړې .
د سر پنځه لوبغاړو ښه شروع وکړه خو گټه يې ترې وانه خيسته .
کريم صادق ٣٤ منډې کړې وې څو اويا توپونو ته دريدلى و خو پسې ټينگ نه شو .
ميرويس اشرف تيزه لوبه وکړه په ٢٤ توپونو يې ٢١ مندې وکړې او داسې ښکاره شو چې لا هم په شل اوريزو سياليو کې دى .
شهزاد او اصغر هم په پرتليزه توگه تيزه لوبه وکړه يوۀ لس او بل ٢٧ منډې درلودې .
يوازې کپتان نوروز منگل د ٥٦ منډو په لرلو وځليد خو نورو ورسره ملگرتيا ونه کړه .
د لومړۍ ورځې په پاى کې د سکاتلند ٢١٢ منډې ډيرې نه ښکاريدې خو په دويمه ورځ چې افغان لوبغاړي يوازې په ١٧١ منډو وسوځيدل داسې ښکاري چې دا لوبه د دوى لپاره خطرناک پړاو ته رسيدلې ده .
که سکاتلند په دويم پړاو کې ټينگ شي او تر درو سوو ډيرې منډې وکړي نو د دوى سپين بالران ښايي په وروستي ځل افغان لوبغاړو ته ډيرې ستونزې پيدا کړي .
اوس پر افغان بالرانو په ځانگړې توگه ورو بالرانو پورې ده چې نه يوازې د منډو مخه ډب کړي بلکې د سکاتلند د لوبغاړو په سوځيدا کې چټک شي .
په لومړي نوبت کې سکاتلندي سپين بالران تر افغان سپين بالرانو ډير بريالي و .
حميد حسن پنځه ، ميرويس اشرف درې او شاپور ځدراڼ دوه لوبغاړي وسوځول
سکاتلند په لومړي نوبت کې تر افغانستان ٤١ منډې ډيرې وکړې
عبدالله مزاري څلوريزه ووهله
د سکاتلند سپين يا ورو بالرانو تر اوسه څلور کسه سوځولي دي حال دا چې د افغانستان ورو بالران بريالي نه ول
افغانستان که دا لوبه مساوي هم کړي اتل دى ځکه چې د گروپ لوبو په ترڅ کې يې تر سکاتلند ډير پوانيتونه لرل
حميد حسن وسوځي ، کيچ اوټ په صفر
حميد حسن او عبدالله مزارى اوس لوبه کوي
افغانستان لا هم په لومړي نوبت کې تر سکاتلند ٤٧ منډې شاته دى او يوازې دوه لوبغاړي ورپاتې دي
نوروز منگل : کيچ اوټ شو٥٦
سميع الله شينوارى : ٤ کيچ اوټ
نوروز منگل په ٨٩ توپونو او د نهو څلوريزو په مرسته پنځوسيزه پوره کړه
نوروز منگل نن سره خولۍ لري عمومآ به يې شنه درلوده ، گوره کې له سرې خولۍ سره يې بخت بيداره شي
نوروزمنگل خپله اتمه څلوريزه ووهله
نوروز منگل څلوريزه ووهله
نبي وسوځيد
نوروز منگل او سميع الله شينوارى لوبه کوي
افغان لوبډله
کريم صادق : ٣٤ ايل بي ډبليو اوټ
محمد شهزاد : ١٠ کيچ اوټ
اصغر ستانکزى : کيچ اوټ ٢٦
نوروز منگل : کيچ اوټ ٥٦
محمد نبي : کيچ اوټ ١
شبير نوري : ١١ بولډ اوټ
سميع الله شينوارى : ٤ کيچ اوټ
ميرويس اشرف : کيچ اوټ ٢١
عبدالله مزارى : ٦
حميد حسن : کيچ اوټ صفر
شاپور ځدراڼ : بولډ اوټ صفر
له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ
* اړينې برخې په نخښه کوي
ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي
له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ
* اړينې برخې په نخښه کوي
ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي
















