د کرېکټ نړیوال جام؛ انګلنډ، بنګله دېش ته ماتې ورکړه، پاکستان شري لنکا په شپږو ویکټو ماته کړه

پاکستان

د عکس سرچینه، Getty Images

د کرېکټ د ۲۰۲۳م کال نړیوال جام په چوکاټ کې د نن ورځې لومړۍ لوبه انګلنډ وګټله او په دویمه لوبه کې پاکستان د شري لنکایۍ لوبډلې لخوا د ورکړل شوی ستر هدف پوره او شري لنکا ته یې په شپږو ویکټو ماته ورکړه.

په لومړۍ لوبه کې بنګله دېش د ۱۳۷ منډو په توپیر ماته ومنله.

دغې لوبه کې د انګلنډ لوبډلې لخوا بنګله دېش ته د ۳۶۵ منډو هدف ټاکلی و چې په تعقیب یې بنګله دیش په ۴۸ اورونو کې ۲۲۷ منډې جوړې کړې او ټول لوبغاړي یې اوټ شول.

د بنګله دېش لخوا تر ټولو ډېرې منډې لېټن ډاس وکړې، هغه په ۶۶ بالونو ۷۶ منډې وکړې، په نورو لوبغاړو کې مشفق الرحیم له ۵۱ او توحید هېردوی له ۳۹ منډو سره مخکښ وو.

د نړیوال جام په دې لوبه کې د انګرېزې لوبډلې ریس ټاپلي په لسو اورونو کې د سیالې لوبډلې ۴ لوبغاړي وسوځول.

دا د نړیوال جام اوومه لوبه وه, د انګلنډ او بنګله دېش تر منځ دغې لوبه کې انګریزې لوبډلې د خپلې بریا په موخه په توپ وهنه کې ښه بنسټ ایښی و.

کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

دا لوبه چې د هند په دارم شالا لوبغالي کې کېده پکې د انګلنډ لوبډلې په لومړیو ۳۳ اورونو کې د یوه لوبغاړي په سوځيدو ۲۳۰ منډې وکړې.

د دې لوبې پچه بنګله دېش وګټله او لومړۍ یې د توپ اچونې پرېکړه کړې چې په ښکاره انګریزې لوبډلې په لومړیو کې وننګوله

د انګلنډ د پیل توپ وهونکو یوه په بل پسې پنځوسیزې وکړې خو وروسته جوني برېسټو د شکیب الحسن په بال په ۵۲منډو وسوځيد..

کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

ډېوېد ملان پسې سلیزه جوړه کړه او د لوبډلې په ګټه یې ۱۴۰ ارزښتناکې منډې جوړې کړې. ورپسې بل لوبغاړي جو روټ هم له ۸۲ منډو جوړولو سره مخکښ دی.

له دوی وروسته بنګله دیشي توپ اچونکو ښه بال وکړ او یوه بل پسې یې سیال لوبغاړي له میدانه بهر کړل.

په لومړۍ پاڼۍ کې انګلنډ د ۹ لوبغاړو له سوځيدو وروسته په ټاکلو ۵۰ کې ۳۶۴ منډې جوړې کړې.

دا په روان نړیوال جام کې د دواړو لوبډلو دویمه-دویمه لوبه وه.

بنګله دېش خپله لومړۍ لوبه له افغانستانه ګټلې خو انګلنډ په پرانېست لوبه کې له نیوزلنډ ماته منلې وه.

د پاکستان او شري لنکا لوبه

کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

نن سې شنبه د نړیوال جام دویمه لوبه د پاکستانۍ او شري لنکایۍ لوبډلو تر منځ په حیدر اباد کې ده.

دا د نړیوال جام اتمه لوبه ده.

د یادې لوبې پچه شري لنکا وګټله او خپله یې توپ وهنه پیل کړه چې پکې یې پاکستان ته په ټاکلو ۵۰ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په اوټیدو د ۳۴۴ منډو هدف کېښود.

د دوی پیل هم بد نه و او په لومړیو ۱۵ اورونو کې یې د څښاک تر دمې د یوه لوبغاړي په ترلاسه ورکولو ۹۰ منډې جوړې کړې ړې.

دغو دواړو لوبډلو هم په نړیوال جام کې خپلې لومړۍ لوبې کړي، داسې چې پاکستان خپله لومړۍ لوبه ګټلې او شري لنکا بیا لا د بریا حساب نه دی پرانېستی.

کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

پاکستان په لومړۍ لوبه کې نېدرلنډ ته د ۸۱ منډو په توپیر ماته ورکړې خو شري لنکا بیا د نړیوال جام په لومړۍ لوبه کې له سویلي افریقا د ۱۰۲ منډو په توپیر ماته خوړلې ده.

د معلوماتو له مخې پاکستان او شري لنکا د نړیوال جام په لوبو کې اته ځلې سره مخ شوې چې ډېره بریا یې د پاکستان په نصیب وه.

د دوی دواړو لوبډلو تر منځ د انګلنډ په کوربه توب د ۲۰۱۹م کال نړیوال جام لوبه د باران له کبله لغوه شوې وه خو په پاتې نورو سیالیو کې یې اووه لوبې پاکستان ګټلې.