نړیوال جام ۲۰۲۲: لیونل میسي ارجنټاین د قطر جام پایلوبې ته ورساوه

.

د عکس سرچینه، Getty Images

د ارجنټاین لوبډله په قطر کې د فوټبال نړیوال جام ۲۰۲۲ سیالیو کې پایلوبې ته په رسېدو وتوانېده.‌

دغې لوبډلې پر خپلې سیالې د کروشیا لوبډلې پر وړاندې درې ګولونه وکړل او مقابل لوبډلې هېڅ.

د ارجنټاین لوبډلې لوبډلمشر لیونل میسي لومړی بریا ته لار پرانیسته او ورپسې جولیان الفاریز په ۳۹مه دقیقه کې دویم هدف او په ۶۹ دقیقه کې میسي دریم ګول وکړ.‌

دا شپږم ځل دی چې د ارجنټاین په تاریخ کې ددغه هېواد لوبډله د نړیوال جام پایلوبو ته رسېږي او درې لوبې یې بایللې دي.

په دې سره په نړیوال جام کې د میسي ټول ګولونه ۵ ته رسېږي او د فرانسې له بریدګر کیلیان امباپه سره د ډېرو ګولونو وهونکو په نوملړ کې راغلی دی.

ارجنټاین په قطر کې هم د ایټالیا د ۱۹۹۰ نړیوال جام سیالیو په څېر کمزوری پیل درلود. د قطر نړیوال جام کې ارجنټاین خپله لومړنۍ لوبه ۱-۲ عربستان ته وبایلله.

پر اسټرالیا د ارجنټاین تر بریا وروسته د انګلیس لوبډلې پخواني مدافع ریو فرډینانډ د میسي د لوبېدو په اړه وویل: "د نړیوالو جامونو پایلوبو کې په فردي ډول ښه ځلېدونکی لوبغاړی دی. دی په اسطوري ډول لوبېږي چې داسې څه ما مخکې نه وو لیدلي".

آرژانتین

د عکس سرچینه، Getty Images

ارجنټاین په ۱۹۷۸ کال ارجنټاین او په ۱۹۸۶ کال مکسیکو کې دوه ځله د مارادونا په برکت د پایلوبې ګټل په برخه شوي دي.

کروشیا له پخوانۍ یوګوسلاویا نه تر بېلتون وروسته په ۱۹۹۸ کال لومړی ځل نړیوال جام کې ګډون کړی چې نیمه پایلوبې ته یې ځان رسولی، خو د د یاد کال کوربه فرانسې پر وړاندې یې ماتې وخوړله، بیا یې د سږ کال سیالیو په ګډون شپږ ځله نړیوال جام کې د لوبېدو فرصت وموند.

کروشیا پر هالنډ تر بریا وروسته پخپل لومړي ګډون کې دریم مقام خپل کړی دی.

که څه هم په ۲۰۱۸ کال کروشیا پایلوبې ته وته ووتله خو د فرانسې د څلورو ګولونو پر وړاندې یې یوازې دوه ګوله وکړل او ماتې یې وخوړله.

د ۲۰۲۲ کال د فوټبال نړیوال جام سیالۍ د نومبر له ۲۱مې د ډسمبر تر ۱۸مې په قطر کې روانې دي.

دا لومړی ځل دی چې د منځني ختیځ یو هېواد د دې نړیوالو سیالیو کوربتوب کوي او دا هم لومړی ځل دی چې په ژمي کې د فوټبال نړیوال جام ترسره کېږي.

په دې سياليو کې ۳۲ لوبډلې په اتو ګروپونو وېشل شوې دي. ټاکل شوې ګروپي پړاو کې هره ورځ څلور لوبې وشوې.