۲۰۲۲ نړیوال جام کې لومړی ځل د ښځینه لوبڅارو ډله

د عکس سرچینه، Getty Images
د قطر فوټبال نړیوال جام سیالیو کې به د کاسټاریکا او جرمني ترمنځ لوبه کې د ښځینه لوبڅارو ډله منځګړتوب وکړي چې دا د فوټبال سیالیو په تاریخ کې لومړنۍ پېښه ده.
سټیفني فرابار هغه لومړنۍ ښځه ده چې د سړو فوټبال جام کې به د منځګړې ډلې مشري وکړي.
۳۸ کلنه فرانسوۍ فرابار هم په رسمي ډول د لومړي ځل لپاره د سړو لوبڅار ډله کې غړیتوب خپل کړ. دا تېره پنجشنبه د مکسیکو او پولنډ ترمنځ لوبې پرمهال څلورمه منځګړې وه.
فرابار به د برازیل او مکسیکو ترمنځ لوبه کې هم لوبڅارنه وکړي.
دا هغه لومړنۍ ښځه ده چې د ۲۰۲۰ کال اروپا اتلولیو پرمهال یې د سړو جام کې هم لوبڅارنه کوله.
او د ۲۰۱۹ کال د اروپا سوپر جام سیالیو پرمهال د لیورپول او چیلسي لوبډلو ترمنځ سیالیو کې یې د لوبڅارې رول ادا کړی و.
له فرابار سره د روانډا سلیمه موکاسانګا او د جاپان بوشیمي یاماشیتا هم دي چې په قطر کې د نړیوال جام له ټول ټال ۳۶ لوبڅارنو سره به یوځای فعالیت کوي.
سلیمه موکانسانګا هیله لري چې د ۲۰۲۲ نړیوال جام کې لوبڅارنه به یې افریقا کې نورو ښځو ته د الهام ورکولو کې همکاري وکړي.











