د شل اووریز کرېکټ نړیوال جام تېر او اوس ته لنډه کتنه

کرېکټ

د عکس سرچینه، ICC

    • Author, حميد قيومي
    • دنده, بي بي سي لندن

د کرېکټ شل اووریز نړیوال جام سږ کال په اسټرالیا کې کېږي. لوبې یې د اکتوبر پر ۱۶مه پیل شوې او د نومبر پر ۱۳مه به پای ته ورسېږي. دلته د سږني نړیوال جام په اړه معلومات او تېر ته یې لنډه کتنه لرو.

د لومړي پړاو لوبې

د سږني نړیوال جام لوبې په دوو پړاوونو وېشل شوې دي.

د لومړي پړاو لوبې چې د اکتوبر له ۱۶ به د اکتوبر تر ۲۱ دوام ولري په اصل کې د دویم یا سوپر ۱۲ لوبډلو پړاو ته د لارموندنې سیالۍ دي.

دې پړاو کې اته لوبډلې برخه لري چې په دوو ګروپونو وېشل شوې دي. لومړي ګروپ کې نمېبیا، سریلنکا، هالنډ او متحده عربي امارات دي او دویم ګروپ کې بیا وېسټ انډیز، اېیرلنډ، زمبابوې او سکاټلنډ دي.

له دغو اتو لوبډلو به څلور لوبډلې د سوپر ۱۲ لوبډلو پړاو ته رسېږي، په دې مانا چې د هر ګروپ د سر دوه لوبډلې به دویم پړاو ته ځي.

د ۱۲ غوره لوبډلو پړاو

کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

سوپر ۱۲ یا د ۱۲ غوره لوبډلو پړاو د شل اووریز نړیوال جام مهم او اصلي پړاو دی.

اته لوبډلې چې کوربه اسټرالیا، افغانستان، انګلنډ، نیوزیلنډ، جنوبي افریقا، هند، پاکستان او بنګله دېش په کې شامل دي، وار له مخه دغه پړاو ته وتلي.

د لومړي پړاو څلورو بریالیو لوبډلو سره به دې پړاو کې ټولټال ۱۲ لوبډلې وي او لومړۍ لوبه یې د اکتوبر په ۲۲مه د کوربه اسټرالیا او نیوزیلنډ تر منځ سېډني ښار کې کېږي.

دغه دواړه لوبډلې د تېر کال شل اووریز نړیوال جام پایلوبې ته وتلې وې چې اسټرالیا وګټله. په همدې ورځ به افغانستان هم خپله لومړۍ لوبه انګلنډ سره وکړي.

د سوپر ۱۲ پړاو ټولې لوبډلې په دوو ګروپونو وېشل شوې دي. هر ګروپ کې به شپږ لوبډلې وي.

  • لومړی ګروپ: اسټرالیا، انګلنډ، نیوزیلنډ، افغانستان او د لومړي پړاو دوه بریالۍ لوبډلې
  • دویم ګروپ: هند، پاکستان، جنوبي افریقا، بنګله دېش او د لومړي پړاو دوه بریالۍ لوبډلې

د کرېکټ شل اووریزو نړیوال جام لنډه تاریخچه:

کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په لومړي ځل ۲۰۰۷ کال کې د شل اووریزو لوبو نړیوال جام لوبې په جنوبي افریقا کې شوې وې چې هند یې لومړی اتل و.

سږ کال اتم ځل دی چې د کرېکټ شل اووریزو لوبو نړیوال جام سیالۍ کېږي. په لومړي ځل ۲۰۰۷ کال کې د شل اووریزو لوبو نړیوال جام لوبې په جنوبي افریقا کې شوې وې چې هند یې لومړی اتل و.

هغه وخت شل اوره لوبې د کرېکټ لوبو نوې بڼه وه چې ډېر دودیز مینه وال یې په اړه شکمن وو او اصلا د کرېکټ دودیزې بڼې یا ټېسټ لوبو ته سپکاوی ګڼل کېده.

د ۲۰۰۷ کال نړیوال جام سره په لومړي ځل د شل اووریزو لوبو شهرت کې زیاتوالی راغی او ورسره په لومړي ځل د هند غوره لیګ یا ای پي اېل په څېر د کرېکټ سوداګریز لیګ سیالۍ پيل شوې.

هند له ۲۰۰۷ کال راهیسې بیا نه دی توانېدلی چې د شل اووریزو لوبو نړیوال جام وګټي.

په ۲۰۰۹ کال کې پاکستان د شل اوویزو لوبو نړیوال جام وګاټه، ۲۰۱۰ کې انګلنډ ګټونکی و

وېسټ انډیز یوازینۍ لوبډله ده چې د کرېکټ شل اووریزو لوبو نړیوال جام یې دوه ځله ګټلی. دوی ۲۰۱۲ او ۲۰۱۶ کې اتلان شول.

سریلنکا ۲۰۱۴ کې ګټونکی و او د تېر ۲۰۲۱ کال اتلولي بیا اسټرالیا وګټله. د کرېکټ نړیوالې شورا په مهالوېش کې د ستونزو او وروسته بیا د کورونا وبا له امله د ۲۰۱۶ او ۲۰۲۱ کلونو تر منځ د شل اووریزو لوبو نړیوال جام نه و.

سږني نړیوال جام کې یوازې څلور داسې لوبغاړي دي (روهېت شرما او دنېش کارتېک - هند، شکېب الحسن - بنګله دېش، شان وېلیمز - زمبابوې) چې ۲۰۰۷ کال کې د شل اووریزو لوبو د کرېکټ په لومړي نړیوال جام کې هم لوبېدلي وو.

د سږني نړیوال جام لوبې د اسټرالیا کومو ښارونو کې دي؟

کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، مېلبورن لوبغالی؛ د نړۍ دویم تر ټولو ستر لوبغالی دی او د سږني نړيوال جام پایلوبه به هم همدغه لوبغالي کې وي.

دا لومړی ځل دی چې اسټرالیا د کرېکټ شل اووریزو لوبو د نړیوال جام کوربه توب کوي.

دغه هېواد تر دې وړاندې دوه ځله په ۱۹۹۲ او ۲۰۱۵ مو کلونو کې د یو ورځنیو لوبو نړیوال جام کوربه توب کړی و.

ټاکل شوې وه چې د شل اووریزو لوبو نړیوال جام په ۲۰۲۰ کې اسټرالیا کې وشي خو د کورونا وبا له امله ځنډول شوی و.

د لوبو لپاره د اسټرالیا ۷ ښارونه ټاکل شوي.

پر ۱۶م اکتوبر لومړۍ لوبه د دغه هېواد وېکټوریا ایالت په ګیلانګ ښار کې وشوه او پایلوبه به یې د نړۍ دویم تر ټولو ستر لوبغالي مېلبورن کې وي.

د اسټرالیا په نورو ښارونو لکه سېډني، هوبارټ، پرت، برېسبېن او اډېلېډ کې به هم د نړیوال جام لوبې ترسره شي.