کرېکټ: افغانستان په تمریناتي لوبه کې بنګله دېش ته په ۶۲ منډو ماتې ورکړه

کرېکټ

د عکس سرچینه، ACB

د کرېکټ د نړیوال جام په یوه تمریني لوبه کې افغانستان د بنګله دېش لوبډلې ته په ۶۲ منډو توپیر لویه ماته ورکړه.

په دغه لوبه کې افغان لوبډلې بچه وګټله او لومړی یې توپوهنه وکړه. افغان لوبډلې د اتو لوبغاړو په سوځېدو سیالې لوبډلې ته ۱۶۱ منډې هدف وټاکه.په ځواب کې بنګله دېش په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د نهو لوبغاړو په سوځېدو یوازې ۹۸ منډې وکړای شوې.

په دې لوبه کې د افغانستان له خوا ابراهیم ځدراڼ تر ټولو ډېرې ۴۶ منډې وکړې. محمد نبي هم خورا ښه لوبه وکړه او په ۱۷ بالونو یې ۴۱ منډې وکړې.

رحمان الله ګوربز ۲۷ او حضرت الله ځاځي ۱۵ منډې وکړې. فضل فاروقي درې او فرید ملک درې لوبغاړي وسوځول.

دا په دې لړ کې د افغانستان لومړۍ تمریناتي لوبه ده او بله تمریناتي لوبه یې راتلونکي چارشنبه د پاکستان لوبډلې سره ده.

په یوه بله تمریناتي لوبه کې انګلنډ بیا پاکستان ته ماتې ورکړه.

افغانستان د ۲۰۲۲ کال د نړیوال شل اوریز جام له کوربه اسټرالیا، انګلستان او نیوزیلنډ سره لومړي‌ ګروپ کې دی او ټاکلې دوه نورې لوبډلې به له لومړي پړاو ورسره ملې شي.

په دویم ګروپ کې هند، پاکستان، سویلي افریقا او بنګله دېش لوبېږي، چې هغه ګروپ ته به هم د لومړي پړاو له لوبو دوه لوبډلې لار ومومي.

د دغه نړيوال شل اوريز جام د لومړي پړاو سياليو پر دویمه ورځ سکاټلنډ ویسټ انډیز ته په ۴۲ منډو ماتې ورکړه.

د دې لوبې پچه ویسټ انډیز ګټلې وه او خپله یې د توپ اچونې پرېکړه کړې وه.

سکاټلنډ د پنځو لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۰ منډې کړې خو د ویسټ ټول لوبغاړي ۱۱۸ منډو وسوځېدل.

نن دوشنبه د نړیوال جام لومړي پړاو کې د (بي ګروپ) لوبډلې لوبېږي.

پرون یکشنبه د نړیوال جام د لومړي پړاو په لومړۍ ورځ د (اې ګروپ) لوبډلو ترمنځ لوبې وشوې چې نمیبیا پکې شري لنکا او نیدرلنډز متحدو عربي اماراتو ته ماتې ورکړه.

‌د کرېکټ ۲۰۲۲ نړیوال شل اوریز جام د لومړي پړاو لوبې د اکتوبر تر ۲۱مې دوام کوي او څلور لوبډلې به ترې دویم پړاو ته لار ومومي.

د دویم پړاو لوبې د اکتوبر پر ۲۲مه د افغانستان او انګلنډ ترمنځ پر لوبه پیلېږي.‌