کرېکټ نړیوال جام؛ نمیبیا شري لنکا او نېدرلنډز اماراتو ته ماته ورکړه

کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

د کرېکټ نړيوال شل اوريز جام د لومړي پړاو سياليو کې چې اسټراليا کې ترسره کېږي نن دوې لوبې وشوې. لومړۍ لوبه د نميبيا او شري لنکا تر منځ وشوه چې نميبيا په ۵۵ منډو وګټله.

دويمه لوبه کې نېدرلنډز (هالنډ) له متحده عرب اماراتو په دريو وېکټو بريا خپله کړه.

د دې لوبه پچه متحده عرب امارتو وګټله او لومړی يې د منډو جوړولو پرېکړه وکړه. اماراتو په ټاکلو شلو اورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۱۱ منډې وکړې چې نېدرلنډز په وروستي اور کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړې.

د متحده عرب اماراتو لپاره محمد وسيم تر ټولو ډېرې ۴۱ منډې وکړې. د ده تر څنګ وېراتيا اروېند ۱۸، کاشف داود ۱۵ او کرېګ سوري ۱۲ منډې جوړې کړې.

د نېدرلنډز باس دې ليډز ۳، فرېډ کلاسن ۲، ټېم پرېنګل او روليوف يوه يوه وېکټه واخيسته.‌

بله لوبه کې شري لنکا وګټله خو پخپله یې د توپ اوچونې پرېکړه وکړه

Kusal Mendis celebrates his half-century

د عکس سرچینه، Getty Images

د نمیبیا لوبډلې ټاکلو شلو اورونو کې د ۷ لوبغاړ په سوځېدو، د جان فريلینک د ۴۴ چټکو منډو په مټ ټولټال ۱۶۳ منډې وکړې.

شري لنکا دې هدف ته د رسېدو هڅه کې پاتې راغله او ټوله لوبډله یې په ۱۰۸ منډو وسوځېده.

د شري لنکا له اړخه د لوبډلمشر دسون شاناکه ۲۹ منډې تر ټولو ډېرې وې او نور لوبغاړي یې ژر ژر وسوځېدل.

ټاکلې د لومړي پړاو د لوبو په لړ کې نن یکشنبه دویمه لوبه د متحدو عربي اماراتو او هالنډ ترمنځ وشي.

د ۲۰۲۲ کال د کرېکټ نړیوال جام لومړي پړاو کې ۸ لوبډلې برخه لري چې په دوو ګروپونو کې لوبه کوي.

په"الف" ګروپ کې شري لنکا، نمیبیا، متحد عربي امارات او هالنډ او په "ب" ګروپ کې ایرلنډ، ویسټ انډیز، سکاټلنډ او زمبابوې شامل دي.

Ben Shikongo celebrates taking a wicket for Namibia against Sri Lanka

د عکس سرچینه، Getty Images

‌د لومړي پړاو لوبې چې نن یکشنبه د اکتوبر ۱۶مه پیل شوې‌، د همدې میاشتې تر ۲۱مې دوام کوي.‌

په دې پړاو کې له هر ګروپه دوه دوه لوبډلې دویم پړاو ته لار مومي او هلته له وړاندې له موجودو اتو لوبډلو سره یو ځای کېږي.

د ۲۰۲۲ کال د کرېکټ نړیوال شل اوریز نړیوال جام دویم پړاو لوبې د اکتوبر پر ۲۲مه د افغانستان او انګلنډ ترمنځ پر لوبه پیلېږي.‌

افغانستان لومړي‌ ګروپ کې له کوربه اسټرالیا، انګلستان او نیوزیلنډ سره دی او ټاکلې دوه نورې لوبډلې له دې پړاوه ورسره ملې شي.

په دویم ګروپ کې هند، پاکستان، سویلي افریقا او بنګله دیش لوبېږي، چې هغه ګروپ ته به هم د لومړي پړاو له لوبو دوه لوبډلې لار موموي.