کرېکټ؛ افغانستان او پاکستان د نړیوال جام لپاره تمریناتي لوبه کوي

د عکس سرچینه، ACB
د کرېکټ نړیوالې شورا اسټرالیا کې د ۲۰۲۲ کال شل اوریز نړیوال جام سیالیو لړ کې د هرې لوبډلې لپاره د تمریناتي لوبو نېټې اعلان کړې دي.
افغانستان په دې لړ کې د اکتوبر پر ۱۷مه بنګله دېش او د اکتوبر پر ۱۹مه پاکستان سره تمریناتي لوبه کوي.
دا اعلان داسې مهال کېږي چې همدا تېره ورځ د افغانستان او پاکستان ملي لوبډلې متحده عربي اماراتو کې د آسیا جام لوبو کې سره مخامخ شوې.
پرونۍ لوبه سخته او په زړه پورې وه او پاکستان په وروستي آور کې په یوه وېکټه وګټله.
خو په لوبه کې د ځینو لوبغاړو ترمنځ لفظي شخړه او فزیکي چلن، او ورپسې پر خواله رسنیو د دواړو لوبډلو ترمنځ ناندریو خواله رسنیو کې فضا ډېره ناندریزه کړه.
یاده دې وي چې د شل اوریز کرېکټ نړیوال جام سیالیو اصلي پړاو د راتلونکې اکتوبر میاشتې پر ۲۲مه نېټه پیلېږي.
افغانستان په دې سیالیو کې له کوربه هېواد اسټرالیا، انګلنډ او نیو زیلنډ سره په لومړي ګروپ کې دی، او خپله لومړۍ لوبه به هم د اکتوبر پر ۲۲مه نېټه له انګلنډ سره کوي.
په دې ګروپ کې به له یادو لوبډلو پرته دوه نورې لوبډلې هم د غوراوي پړاو له سیالیو وروسته ور اضافه کېږي، نو په دې معنا چې افغانستان به د نړیوال جام سیالیو لومړي پړاو کې ټولټال پنځه لوبې کوي.









